CRI Online

ارومچي ښار د يو کمربند او يوې لارې د توکو د ليږد راليږد محوری جوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-30 14:49:33
ارومچي ښار د يو کمربند او يوې لارې د توکو د ليږد راليږد محوری جوړه شي

شينجيانګ د يو کمربند او يوې لارې په مرکزي سيمه کې پروت دی او لوېديځ ته د چين پرانيستې کړکۍ ده. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د هڅولو لپاره، شينجيانګ په پر له پسې توګه په ارومچي کې د اورګاډو د تګ راتګ مرکز پيمانه پراخه کړې او د يو کمربند او يوې لارې د توکو د ليږد راليږد محوري د جوړولو لپاره کوښښونه کوي.

په ارومچي کې د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډو د تګ راتګ په مرکز کې يو اورګاډي چې پکې نوي ډول ساختمني مواد بار وو، اروپا ته حرکت وکړ. د چين او اروپا ترمنځ د توکو د ليږدولو شرکت مرستيال مينيجر هه جون وويل

(( توکې په عمده توګه د روسيې مسکو ته ليږدول کېږي او په يو اورګاډي کې ۸۲ کانتينرونه بار دي. اوس د توکو ليږدولو لګښت د پخوا په نسبت ۲۰ سلنه کم شوی او د منظمو اورګاډو مزل مخکې ۲۰ ورځې و، اوس يوازې ۸ يا ۹ ورځو ته اړتيا شته. ))

د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په جوړېدو سره، شينجيانګ لوېديځ ته د چين پرانيستې کړکۍ ګرځېدلې ده. د توکو ليږد راليږد د هڅولو لپاره، د ۲۰۱۶ کال په مې مياشت کې د ارومچي له لارې د چين او اروپا ترمنځ منظم اورګاډي تګ راتګ کوي، دغه راز د توکو د ليږدولو وخت د سمندر له لارې د ليږد په نسبت نږدې يوه مياشت کم شوی دی. د دوو کلونو په تېرېدو سره د ارومچي د ياد مرکز له لارې د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډو شمېر د هرې اوونۍ له يو څخه هره ورځ درېيو ته زيات شوی دی.

د روان کال تر اګست پورې، د اورمچي د ياد مرکز له لارې د منظمو اورګاډو شمېر ۷۰۰ ته رسېدلی چې د تېر کال د ټول کال له عمومي شمېر سره برابر دی. د کرښو شمېر ۱۹ ته زيات شوی او د اسيا او اروپا د ۱۷هېوادونو له ۲۴ ښارونو څخه تېرېږي.

د شينجيانګ د جونګ تای په نوم د کيمياوي چارو شرکت د دغو منظمو اورګاډو په وسيله د منځنۍ اسيا او اروپا هېوادونو ته اومه کيمياوي مواد او نوي ډول ساختماني توکي صادروي، په عين وخت کې له روسيې څخه کاني او زراعتي مواد واردوي. د معاملو کلنی ارزښت يې څه باندې پنځوس مليارډو يوانو ته رسېدلی. د دې شرکت مرستيال مينيجر لي ليانګ فو وويل، د چين او اروپا ترمنځ منظمو اورګاډو د دوی شرکت د پرمختګ لپاره ډېر ګټور رول لوبولی دی. ده وويل

((د دغو اورګاډو په وسيله زموږ توليدات منځنۍ اسيا او اروپا ته واردوو، په عين وخت کې د دوی توکې چين ته صادروو، دغه شان متقابلې ګټې رامنځته شوې دي چې نه يوازې زموږ د شرکت د سيالۍ توان لوړ شوی، بلکې د چين، منځنۍ اسيا او اروپا د هېوادونو د تصديو ترمنځ تماس هم پياوړی شوی دی. ))

د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډو شمېر په زياتېدو سره، د ارومچي ښار ګمرکي ادارې او د څارنې او قرنتين ادارې په ياد مرکز کې د ګډې څارنې څانګه جوړه کړې چې په اثر يې ګمرکي تشريفات ساده شوي او د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه ډير توکي په دې مرکز کې راغونډيږي او ليږدول کيږي. د منظمو اورګاډو يو چلوونکي چې شي هنګ نوميږي، خبريال ته وويل:

((ياد منظم اورګاډي زياتيږي او سرعت يې هم ګړندی کيږي چې په ساعت کې يو سلو شلو کيلومترو ته رسيږي. مخکې د توکو ډولونه کم وو، اوسني ليږدول شوي توکې د موټرو پرزو او د ژوند د اړتيا وړ شيانو په شمول رنګارنګ ډولونه لري . ))

اوس د ارومچي دغه مرکز له څه باندې ۲۰۰ صادراتي او وارداتي تصديو سره ثابتې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي او شپېته سلنه توکې يې له ګوانګ دونګ، جه جيانګ، سه چوان ،بېجينګ او شانګهای په شمول ولايتونو او سيمو څخه راغلي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای