CRI Online

د ورېښمو لارې اوس او تېر (۱)

cri     (GMT+08:00) 2018-09-13 16:42:50
د ورېښمو لارې اوس او تېر (۱)

د کاشغر په زاړه ښار کې چې نوې جوړه شوې، يوه قهوه خانه شته او د يوې جرمنۍ کورنۍ څلورو تنو غړو په دې بحث کولو چې په توروفان کې کوم ډول انګور خواږه دي.

ښاغلي لوه يا چنګ خبريال ته وويل چې موږ زيات ډوله انګور اخيستي دي ، خو د اټکل نه وتلې خبره دا ده چې لږ توپيرونه پکې شته دي. د ده ميرمن د ده خبرې پسې وغځولې او و يې ويل چې پرته د انګورو نه په شينجيانګ کې بې پايه ريګستان ، دنګ غرونه ، سيندونه ، لرغونی کولتور او ډول ډول خوندور خوراکونه هم زموږ ډېر خوښ دي ، په تيره بيا د پسه غوښه ، د تناره ډوډۍ او اش ، په دې هکله زمونږ نظرونه يو شان دي.

ښاغلی لوه د شانګهای د کيمياوي توکو د يوې تصدۍ سرمنيجر دی او دوه نيم کاله مخکې چين ته راغلی. جرمني ته تر ستنېدو مخکې شينجيانګ ته سفر د دوی اخري سفر دی ځکه چې شينجيانګ د ورېښمو د قديمي او نننۍ لارې په مرکزي سيمه کې واقع دی .ده وويل چې د ورېښمو له لرغونې لارې سره ډيره علاقه لرم او موافقه هم لرم چې د ورېښمو نننۍ لاره د ختيځ او لويديځ تر منځ د وصل پل دی. د سفر په ترڅ کې مو وليدل چې په شينجيانګ کې ټولنيز امنيت ښه دی او بنسټيز تاسيسات يې بشپړ دي او ښه خاطره يې راکړې ده .

هغه زياته کړه چې مثلا کاشغر يو زوړ ښار دی او يو نوی ښار هم دی .

د کاشغر لرغونی ښار چې زر کلن تاريخ لري ، شاوخوا يې صحراوې دي او د هيواد په لويديځه څنډه کې واقع دی .کاشغر د قرغيزستان ، تاجکستان ، افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري، نن ورځ د ورېښمو د قديمي لارې په غاړه پروت دغه مهم سوداګريز ښار د ورېښمو د نوې لارې په اوږدو کې په يوې ځلاندې ملغلرې باندې بدليږي.

د زاړه ښار د نوې ابادۍ له برکته چې يو ميليارد امريکايي ډالره پکې لګول شوي دي، خراب او زاړه شوي خټين کورونه نوي شوي ، او اصلي ساختماني شکلونه يې لا هم ساتل شوي دي. سوداګري او سيلاني د کاشغر په اقتصاد کې د ستون رول لري .

د يو کيلومتر په واټن بهر د عيدګاه په جومات کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ښه ګڼه ګوڼه وه او دوی د يوې لويې ديوالۍ کمبلې په وړاندې درېدل .د سيلانۍ لارښوونکي په وينا، په دې غټه کمبله د انار شپږپنځوګلونه ليدل کيږي چې د هيواد د شپږپنځوسو قومونو د يووالي استازيتوب کوي. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي د بېلا بېلو قومونو وګړي بايد د اناردانو غوندې يو بل کلک ونيسي او د چيني ملت د سترې رغاونې په بهير کې سره دې يو موټی شي او ګډه پرمختيا دې ومومي .

پنځه کاله مخکې يعنې په ۲۰۱۳ کال کې رئيس شي جين پينګ د يو کمر بند او يوې لارې د جوړونې په هکله وړانديز وکړ چې هدف يې له ګډو ګټو او ترقۍ څخه د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هيوادونو برخه اخيستنه ده . د دې وړانديز د تطبيق په رڼا کې شينجيانګ ډيره پرمختيا موندلې ده چې په سيمه کې ډير قومونه ميشته دي، د هيواد يو په څلورمه برخه سرحدات لري او د هيواد له عمومي مساحت څخه يو په شپږمه برخه نيسي، خو د استوګنې پراخوالی يې يوازې په سلو کې نهه برخه نيسي، همدغه سيمه اوس له بېلا بېلو هيوادونو سره د سوداګريز تګ راتګ مخکښه ناحيه ګڼل کيږي.

د علمي تخيلي مشهور فرانسوي ليکوال جولس ويرنی (Jules Verne) په خپل يو داستان کې دا خيال درلود چې يو اورګاډی له اروپا څخه د چين بيجينګ ته وخوځيږي. نن ورځ دغه خيال رښتينی شوی دی او د ۲۰۱۱ کال له مارچ څخه د روان کال تر جون پورې د چين او اروپا ترمنځ په منظم ډول د اورګاډو تګ راتګ شمير له نهو زرو څخه زيات شوی دی چې اته لکه معياري کنتينرونه د چين اته څلويښتو ښارونو او د څوارلسو اروپايي هيوادونو دوه څلويښتو ښارونو ترمنځ وړل او راوړل شوي دي. (هيله)


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای