CRI Online

د ورېښمو لارې اوس او تېر (۲)

cri     (GMT+08:00) 2018-09-17 09:07:05
د ورېښمو لارې اوس او تېر (۲)

د ۲۰۱۱ کال له مارچ څخه د روان کال تر جون پورې د چين او اروپا ترمنځ په منظم ډول د اورګاډو د تګ راتګ شمير له نهو زرو څخه زيات شوی دی. په دې جمله کې اويا سلنه منظم اورګاډي دي چې د شينجيانګ د الاشان کو بندر له لارې قزاقستان ته ځي. الاشان کو د شينجيانګ له مرکز ارومچي ښار څخه شپږ سوه اتيا کيلومتره واټن لري، دغه سيمه سخت باد لري، خو اوس د اورګاډو اواز کله کله د باد د اواز په پرتله لا غټ وي.

د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډو د منظم تګ راتګ د پيلېدوپه لومړيو کې په اورګاډو کې وړل شوي توکې زياتره چيني مالونه وو. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز تر وړاندې کېدو راهيسې چين ته په راستنېدونکو اورګاډو کې له نورو هېوادونو څخه د مالوونو واردات مخ په زياتېدو دي.

د الاشان کو بندر په چين کې د ډېرې ګڼې ګوڼې لرونکو بندرونو څخه دی. په دې بندر کې اوسپنيزې لارې، سړکونه، هوايي لاره او نل ليکې موجود دي چې د منځنۍ اسيا، اروپا او ارام سمندر په درېيو اقتصادي سيمو پورې اړه لري. د اومو نفتو د ليږدولو په اړه د چين لومړی نړيواله نل ليکه يعنې د چين او قزاقستان ترمنځ د اومو نفتو د ليږدولو نل ليکه، د قزاقستان له اتيراو (Atyrau) څخه الان شان کو بندر ته رسيږي. دغه نل ليکه په ۲۰۰۶ کال کې جوړه او اوس يې د اومو نفتو د ليږدولو کلنۍ اندازه دوولس مليونو ټنو ته رسېدلې ده.

په الا شان کو بندر کې د چين او قزاقستان ترمنځ د اومو نفتو د ليږدولو نل ليکې د کارولو مسئول ياو يا ګه زموږ خبريال ته وويل،

(( د دې نل ليکې په اړه، چين او قزاقستان په جلا جلا توګه نيمه برخه سهامونه لري او په ګډه يې اداره کوي، دغه نل ليکه د چين او د منځنۍ اسيا له هېواد سره د همکارۍ يوه نمونه ده او ترې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز رول ښکاريږي. ))

د الا شان کو بندر د اومو توکو توليد اډو او بازار ته نږدی دی او په ۲۰۱۴ کال کې دلته په شينجيانګ کې د ازاد تجارت لومړۍ سيمه جوړه شوې ده چې تر اوسه پورې يې څه باندې ۴۰۰ مشهورې تصدۍ راجلب کړې او عمومي سوداګريز ارزښت يې نږدې اته مليارډو اوو سوو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

د ای جو په نوم شرکت له يادو تصديو څخه يوه نمونه ده. اوس دغه شرکت د څلور زرو مربع مترو په پراخوالي يو ګدام لري او د شلو زرو مربع مترو په پراخوالي يو نوی ګدام او د زر ټنو په ظرفيت د اوړو يوه نوې فابريکه د جوړېدو په حال کې ده. د دې شرکت سرمنيجر زموږ خبريال ته وويل

((سږ کال مو له قزاقستان څخه کابو درې لکه ټنه غنم وارد کړي، په راتلونکو پنځو يا لسو کلونو کې به دغه شمېر يو مليون ټنو ته ورسېږي. ))

د الاشان کو بندر له جنوب لوېديځ څخه په درېيو سوو کيلومترۍ کې ، د قورغاس د اقتصاد انکشافي سيمه او نړيوال سرحدي همکاريز مرکز موجود دي. قورغاس د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اوږدو کې تر ټولو ځوان او حياتي ځواک لرونکي ښار ګوټی دی. د اقتصادي انکشاف سيمه او نړيوال سرحدي همکاريز مرکز د دې ښار د نوښتي پرمختګ په بهير کې دوه مثالونه دي.

اوس د قورغاس په اقتصاد انکشافي سيمه کې له بندر څخه د صادراتي توکو د تېرېدو لپاره د نويو اقداماتو له امله ډېره اسانتيا رامنځته شوې. د جين يي په نوم د نړيوالې سوداګرۍ شرکت مشر يو چنګ جونګ خبريال ته وويل

(( له قورغاس څخه روسيې ته د توکو ليږدولو لپاره، مخکې له لسو ورځو څخه تر پنځلسو ورځو ته اړتيا وه، اوس يوازې پنځو ورځو ته اړتيا شته. له دې ښکارېږي چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز څخه مو مستقيمې ګټې اخيستې دي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای