CRI Online

د ورېښمو لارې اوس او تېر (۳)

cri     (GMT+08:00) 2018-10-10 16:29:37

عکس: د ښاغلي يو چنګ جونګ شرکت

د ورېښمو لارې اوس او تېر (۳)

په تېر پروګرام کې مو وويل چې د شينجيانګ د اقتصاد په انکشافي سيمه کې له قورغاس بندر څخه د صادراتي توکو د تېرېدوتشريفات ساده شوي دي. د جين يي په نوم د سوداګرۍ نړيوال شرکت مشر يو چنګ جونګ خبريال ته وويل دوی د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز څخه مستقيمې ګټې اخيستې دي.

يو چنګ جونګ په هه نان ولايت کې زېږېدلی او دېرش کاله مخکې د شينجيانګ قورغاس ته تللی او په لومړيو کې هلته د مېوو په معاملو لګيا و. اوس د ده شرکت هر کال د روسيې او قزاقستان په شمول ګاونډويو هېوادونو ته د اويا زرو ټنو په وزن مېوې او سبزي صادروي او په دې توګه د چين د څه باندې زرو بزګري کورنيو عايدات هم زيات شوي دي. هغه زموږ خبريال ته وويل

((د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د ټولو کسانو لپاره يو ګټور فرصت دی. فکر کوم نننی شينجيانګ تر ټولو امنيتي او سمسوره سيمه ده. ))

د قورغاس د اقتصاد په انکشافي سيمه کې نوي ثبت شوي شرکتونه دغه امتيازي حق لري چې په لومړيو پنځو کلونو کې د خپلو عوايدو له ماليې ورکولو معاف دي او په راتلونکو نورو پنځو کلونو کې به د دغو شرکتونو د عوايدو ماليات څلوېښت سلنه کم وي. په قورغاس کې د چين او قزاقستان ترمنځ نړيوال همکاريز مرکز چې پراخوالی يې پنځه اعشاريه اته ويشت مربع کيلو متره دی، په نړۍ کې لومړۍ نړيواله ازاده تجارتي سيمه ده. په دې سيمه کې مغازې او سيلانيان د مالياتو د کموالي او معافۍ په شمول له يو لړ امتيازي تګلارو څخه ګټې اخلي. تېر کال له دې پارک څخه د تلونکو او راتلونکو شمېر له پنځه مليونو او پنځه لکو څخه زيات و چې دا شمېر په ۲۰۱۲ کال کې د دې سيمې د پرانيستېدو په نسبت ۳۳ برابره زيات شوی دی. په عين وخت کې د دې سيمې سوداګريز ارزښت يو اعشاريه اوه مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دا د وړم کال په نسبت درې برابره زيات شوی دی.

قورغاس، په مغولي ژبه کې د اوښانو کاروان د تېرېدو په مانا دی چې د ورېښمو د لرغونې لارې په شمالي کرښه کې يو مهم تمځای و. په قزاقي ژبه کې د قورغاس معنی د شتمنيو د راغونډېدو ځای دی چې د دې سيمې له اوسني هويت سره برابر دی، يعنې لوېديځ ته د چين پرانيستی د بندر او سيمه ييز تجارتي مرکز دی.

ويل کېږي چې د ياد وړانديز په رڼا کې د شينجيانګ او د چين د ډېرو ځايونو د پرمختګ سرعت ډېر ګړندی شوی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز موخه د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې او لاس رسي هڅول او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ له ستراتيژۍ سره په همکارۍ د ګډې ابادۍ موندل دي.

د خوښي وړ خبره دا ده چې دغه وړانديز د څه باندې سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو فعال غبرګون او ملاتړ تر لاسه کړی دی. په تېرو پنځو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې نظريې ګام په ګام ريښتنې شوي او اوس په نړۍ کې د نړيوالې همکارۍ تر ټولو لوی ډګر دی.

په کشغر، الاشان کو او قورغاس ښارونو کې چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د مهمو ښارونو په توګه ګڼل کېږي، د ياد وړانديز له کبله په دغو سيمو کې څرګند بدلونونه رامنځته شوي دي، خو د ځايي خلکو د نظريو او فکرونو بدلونونه چې په لنډه موده کې نه ليدل کېږي، په راتلونکې اوږده موده کې به ژوره اغېزه ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای