CRI Online

شينجيانګ کې د سړکونو په جوړېدو سره به د کليوالو سيمو پرمختګ ګړندی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-28 16:28:31

شينجيانګ کې د سړکونو په جوړېدو سره به د کليوالو سيمو پرمختګ ګړندی شي

سږ کال د سپتمبر په دوهمه لسيزه کې د قومول سيمې په ئاراتوروک ولسوالۍ کې بزګر ليو پينګ جنګ خپل کرل شوي خټکي ټول پلورلي دي، څرنګه چې د دې ولسوالۍ په کليوالو سيمو کې د درېيو کيلومترو په اوږدوالي سړک بشپړ شوی دی، خټکي په مستقيمه توګه له کښتونو څخه د سوداګر باروړونکي موټر ته بار شوي.

ليو پينګ جنګ وويل، سره له دې چې درې کيلومتره سړک دومره اوږد نه دی، خو له اوږدې مودې راهيسې د سړک د نه موجوديت له امله د خټکو پلورل ډېر مشکل وو، له کروندو څخه د خټکو د رايستلو لپاره ټراکټورونه کارول کېدلو او يا خلکو په خپلو شاوو سره راايستل چې دې کار ډېر وخت نيولو. د باران په صورت کې ښايي خټکي په پټي کې خراب شوي وای. اوس سړک بشپړ شوی، نو د بزګرانو احساسات هم ډېر ښه شوي دي.

د ئاراتوروک ولسوالۍ د ترانسپورتي ادارې مشر هو شين مين وويل، د ديارلسم پنځه کلن پلان له پلې کېدو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې څو سړکونه جوړ شوي او د دغو سړکونو په بشپړېدو سره د بزګرانو او مالدارانو عايدات زيات شوي دي. په کليوالو سيمو کې سړکونه د بزګرانو کورونو او کښتونو ته رسېدلي چې د بزګرو د اوږدې مودې ترافيکي ستونزې ليرې شوې دي. برسيره پر دې، د ګڼ شمېر سيلانيانو او سوداګرو په راتګ سره د ځايي وګړيو عايدات هم زيات شوي دي.

مخکې په دښته کې يوه خامه لاره موجوده وه چې اوږدوالی يې ۱۶ کيلومتره و، درې پنځوس کلن سپين ږيری کنجهان هومل مخکې خپل دوه ماشومان هره ورځ له دې لارې د بلې ولسوالۍ منځني ښوونځي ته بيول. په پسرلي کې به په دغه لاره کې سخت باد لګېدو او ژمۍ کې به پر واورو پوښل کېده، نو ښوونځي ته د تګ بهير له ستونزو څخه ډک و. اوس دغه خامه لاره قير شوې ده. هومل د دې لارې يو ساتونکی دی او و يې ويل، د دې لارې په جوړېدو سره زموږ د کلي ماشومان د زده کړې لپاره په ډېرې اسانۍ سره بهر تلای شی، زه به دغه لاره په ښه توګه وساتم.

په ۲۰۱۵ کال کې د توقسون ولسوالۍ په کوجي کلي کې سړک بشپړ شو، دغه راز ياد کلی چې څو مشهورو منظره لرونکو سيمو ته نږدی دی، د سيلانيانو يو تمځای هم وګرځېد. د کليوالو وچه ډوډۍ او چارمغز ښه بازار لري. د دې کلي د کميټې مشر عبدلله زموږ خبريال ته وويل، اوس په دغه کلي کې کابو پنځوس کورونه د وچې ډوډۍ پر کاروبار بوخت دي او د سيلانيانو لخوا يې تود هر کلی کېږي. ځايي کليوالي نه يوازې په خپل کلي کې پر سيلانيانو وچه ډوډۍ پلورلي، بلکې د ترافيکي وړتيا په کارولو سره خپله وچه ډوډۍ د خرڅولو لپاره د توقسون ولسوالۍ او حتی تورفان او ارومچي ښار ته وړي. د سيلانۍ په توده موده کې د دې کلي لخوا پخېدونکې وچه ډوډۍ د سيلانيانو اړتيا نه شي پوره کولی.

په دې وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د هغو سيلانيانو شمېر ډېر زيات شوی چې په خپلو موټرونو سفرونه کوي او دوی غواړي له هغو ځايونو څخه ليدنې وکړي چې دومره شهرت او يا سيلانيان نه لري. نو د شينجيانګ په ځينو کوچنيو ولسواليو کې د کليو ترمنځ د سړکونو په بشپړېدو سره ځينو بېوزلو سيمو هم سيلانيان جلب کړي او د ځايي وګړيو عايدات لوړ شوي دي.

د اړوند خبر له مخې، اوس شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د سړکونو پر جوړولو ډېرې پيسې لګولې او پلان لري چې په روان کال کې به په کليوالو سيمو کې د دوولس زرو کيلومترو په اوږدوالي سړکونه جوړ يا ترميم کړي. د سړکونو په جوړېدو سره به د دغو کليوالو سيمو پرمختګ هم ګړندی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای