CRI Online

نقاشانو د شينجيانګ د التای سيمې د بزګرو کورنيو عايداتو د لوړتيا لپاره خدمتونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-12 16:31:07

نقاشانو د شينجيانګ د التای سيمې د بزګرو کورنيو عايداتو د لوړتيا لپاره خدمتونه کړي

پنځوس کلن قزاقي بزګر محمد ليهان د شينجيانګ د التای سيمې د قابا ولسوالۍ په ئاقئارال کلي کې اوسېږي. نوموړی په دې وروستيو ورځو کې په خپل کور کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ورغلو لس تنو نقاشانو کوربه دی. دغه نقاشان به په راتلونکو لسګونو ورځو کې د ده کور په شاوخوا انځورونه جوړ کړي.

د ئاقئارال کلی له دې امله شهرت موندلی چې د چين په شمال لوېديځ کې د سپين توس ونو تر ټولو لوی ځنګل ته نږدې پروت دی او په دې کلي کې ۱۱۵ کورونه شتون لري. د مني په رارسېدو سره د سپين توس ونو پاڼې ورځ په ورځ ژېړ رنګ خپلوي چې له شينه اسمان او سپينې وريځې سره يې ښايسته منظره جوړوي، نه يوازې سيلانيان، بلکې هنرمندان هم جلبوي.

انځورګر وانګ ون شنګ زموږ خبريال ته وويل، د دې سيمې طبيعي سرچينه او انساني کلتور د انځور جوړولو لپاره ډېر ګټور دی، دلته ښکلي رنګونه شته او لمر هم رنګارنګ رڼا کوي، برسيره پر دې، د قزاقي قوم وګړيو د ژوند بڼې، جامې او عادتونه د نقاشانو لپاره ډېر په زړه پورې دي.

انځورګر وانګ مخکې څو ځلې له قابا ولسوالۍ څخه تېر شوی او دا لومړی ځل دی چې هغه د دې ولسوالۍ ئاقئارال کلي ته تللی او دلته استوګن شوی. هغه وويل، له دې کبله چې د محمد ليهان په شمول ځينو کليوالو کورني هوټلونه پرانيستی، نو د سپين توس ونو د ځنګل منظره لرونکې سيمې د ډېرو سيلانيانو د منلو توان لري. دا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ځايي حکومت د لارښوونې نتيجه هم ده.

د محمد ليهان کورنی هوټل په دې کلي کې د قابا ولسوالۍ د کلتوري او سپورټي چارو د ادارې تر مرستې لاندې جوړ شوی او له شپږو لويو کورنيو هوټلونو څخه يو دی. د يادې ادارې مشر وو جيان هوا وويل، ئاقئارال کلی له قابا ولسوالۍ څخه شل کيلومتره واټن لري او د مالدرانو يو ګوښه او ليرې کلی دی. مخکې کليوالو د کرکيلې له لارې يوازې خپل د اړتيا وړ خواړه برابرول. خو دلته د سيلانۍ سمسوره سرچينه شته، نو ځايي حکومت پرېکړه وکړه چې کليوال د کورنيو هوټلونو پرانيستلو ته وهڅوي، دغه راز به له يوې خوا د ځايي کليوالو عايدات لوړ شي، له بلې خوا به د سيلانيانو د منلو په برخه کې د ولسوالۍ اړتيا پوره شي.

وو جيان هوا وويل، دا ځل په ئاقئارال کلي کې ټولټال دېرش تنه انځورګر استوګن شوي او په دې توګه به د دې کلي ښکلې منظره د انځورونو په وسيله بهر ته مالومه شي او په عين وخت کې به د کليوالو لخوا د سيلانيانو د منلو توان لا لوړ شي.

اوس د محمد ليهان کور ډېر بدل شوی، مخکې پرېښودل شوی ګدام په کوټو بدل شوی، په انګړ کې پاک پخلنځی جوړ شوی او د قزاقي قوم ځانګړتيا لرونکې خيمه هم درول شوې ده. هغه خبريال ته وويل، انځورګر څو ورځې مخکې زما کور ته راغلي، او ور پسې د ده ملګري هم راغلي او زما په کور کې پنځلس کټونه د دوی د منلو لپاره کافی نه دي. مخکې د محمد ليهان کور په کلي کې له څلورو بېوزلو کورونو څخه ګڼل کېدو، اوس ژوند يې ښه شوی دی.

ښاغلي وو جيان هوا وويل، اوس دوی په کلي کې لس کورونه انتخاب کړي چې د کورني هوټل چارې پرمختګ وکړي. دوی هيله لري چې د دغو چارو په پرمختيا سره به د سيلانۍ د خدمتي چارو په اړه د کليوالو نظرونه لا پياوړي شي او د کورني هوټل د جوړولو په اړه به د کليوالو شوق او جذبات لا لوړ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای