CRI Online

د شينجيانګ د اويغوري کورواکې سيمې رئيس: په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې او د مسلکي مهارت د روزنې کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-18 16:11:46

د شينجيانګ د اويغوري کورواکې سيمې رئيس: په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې او د مسلکي مهارت د روزنې کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

د سين هوا اژانس خبريال څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اويغوري کورواکې سيمې له رئيس شيکرات زاکر سره يوه مرکه وکړه ، په عمده توګه يې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې، د ټولنيز ثبات د ساتنې او د مسلکي مهارت د روزنې په اړه له رئيس شيکرات څخه ځينې پوښتنې وکړې او شيکرات ځوابونه ورکړل.

پوښتنه: د شينجيانګ ځينې سيمې د نړيوالې ترهګرۍ او تندلارۍ تر اغېزې لاندې شوې او په يوه موده کې ډېرې ترهګريزې پېښې رامنځته شوې، اوسنی حالت څنګه دی؟

ځواب: د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې راهيسې، د ترهګرو، تندلارو او بېلتون غواړو ځواکونو په شينجيانګ کې څو زره ترهګريز بريدونه طرحه او ترسره کړي چې له امله يې ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي او څو سوه تنه پوليس وژل شوي، او سخت مالي زيانونه هم رامنځته شوي دي. د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي په ګډه د ترهګرو دغه کړنې له دوی سره دښمني بولي او ټينګه مقابله ورسره کوي. په دې حال کې د چين حکومت هم کلک تدبيرونه نيولي. په وروستيو کلونو کې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرګزي کمېټې تر ټينګې لارښوونې لاندې، په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ټولنيز ثبات د ساتنې کارونو ستر مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. اوس په شينجيانګ کې عمومي وضعيت ارام او ثابت دي او په پر له پسې يوويشتو مياشتو کې هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، د جنايي قضيو او امنيتي پېښو شمېر هم ډېر کم شوی چې ټولنيز امنيتي حالت په څرګنده توګه ښه شوی دی.

په تېر ۲۰۱۷ کال کې د شينجيانګ سيمې عمومي توليدي ارزښت د ۲۰۱۶ کال په نسبت اوه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی او په ښارونو او کليو کې د اوسېدونکو منځني عايدات په جلا جلا توګه اته اشاريه يو او اته اشاريه پنځه سلنه لوړ شوي دي. د سيلانۍ چارو يې ستر پرمختګ موندلی چې تېر کال يې څه باندې سل مليونه سيلانيان منلي او دغه شمېر د وړم کال په پرتله دوه دېرش اعشاريه څلور سلنه زيات شوی دی.

پوښتنه: د خبر له مخې، شينجيانګ کې د مسلکي مهارت روزنې کارونه پيل شوي، د دغو کارونو موخه څه ده؟

ځواب: سره له دې چې اوس په شينجيانګ کې مو د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد په مبارزه کې مهم مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو دا يوه دايمي او سخته دنده ده، موږ بايد د اوږدې مودې لپاره لوړه ويښتيا وساتو. په تېره بيا د شينجيانګ په جنوب څلورو سيمو کې چې مخکې د ترهګرۍ او تندلارۍ تر ډېرې اغېزې لاندې وې، هلته د ځينو ملي لږکيو وګړي د چين په ملي ژبه ښه نه پوهېږي، د قانون په اړه يې مالومات کم دي او اقتصادي حالت يې هم سخت خراب دی. نو شينجيانګ له قانون سره سم د مسلکي مهارت د روزنې کارونه پيل کړي او مقصد مو د ترهګرۍ او تندلارۍ د رامنځته کېدو چاپېريال او زمينه په بنسټيزه توګه له منځه وړل دي.

پوښتنه: تر اوسه پورې د مسلکي مهارت روزنې کارونو څه لاسته راوړنې درلودلې دي؟

ځواب: لومړی، د چين د ملي ژبې د زده کړې او استعمال په برخه کې د زده کوونکو توان لوړ شوی. دوهم، د قانون په اړه د زده کوونکو پوهه او مالومات په پر له پسې توګه پياوړي شوي دي. درېيم، د زده کوونکو مسلکي مهارتونه لوړ شوي دي.

د مسلکي مهارت روزنې کارونو تر اغېزې لاندې، د شينجيانګ په ټولنيز چاپېريال کې څرګند بدلونونه رامنځته شوي، مثلا د عصري تکنالوژۍ پوهنې د زده کړې او د متمدن ژوند د عملي کولو فضا ژوره شوې ، ملکي وګړيو پخپله د تندلارۍ له خپرېدو سره مقابله کړې او کوي يې او د بېلا بېلو قومونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ لا نږدې شوی دی. ويل کېږي چې دغو کارونو د شينجيانګ د ټولنيز ثبات او امنيت د ساتلو لپاره مهم رول لوبولی او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړيو لخوا يې هر کلی شوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای