CRI Online

د شينجيانګ په ارومچي ښار کې د ډوډۍ د کلتور او چارو په اړه يو صنعتي پارک پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 10:11:02

د شينجيانګ په ارومچي ښار کې د ډوډۍ د کلتور او چارو په اړه يو صنعتي پارک پرانيستل شو

د شينجيانګ په اورمچي ښار کې د ډوډۍ د کلتور او چارو په اړه يو صنعتي پارک د تېر ډسمبر په ۲۵مه نېټه پرانيستل شو. په دې پارک کې د ډوډۍ د کلتور نندارې، د ډوډۍ د توليد، چمتو کېدو او خرڅلاو بهير شامل دي. نندارچيان په وړيا توګه له دې پارک څخه ليدنه کتنه کولای شي. د دې پارک عمومي مساحت ۳۷ زره مربع متره دی او تر اوسه پورې د خوراکي توکو په هکله ۱۹ تصديو پکې خپل دفترونه پرانيستلي دي

اوس په دغه پارک کې څه باندې زر ځايي وګړي پر دندو ګومارل شوي چې په دې جمله کې څه دپاسه څلور سوه تنه له ختن او کشغر سيمو څخه راغلي اضافي کارکوونکي دي. د شينجيانګ د بای چنګ د خوارکي توکو شرکت هم په دې پارک کې خپل دفتر پرانيستلی. د کشغر د قشقر ولسوالۍ له کاجک کلي څخه راغلی اپيز يمن او د ده مېرمن بوچهايليچی اوجي د دې شرکت لخوا ګومارل شوي. دوی زموږ خبريال ته وويل، موږ دواړه اوس شاګردان کارکوونکي يو، مياشتني معاش مو دوه زره يوانه دی، برسېره پر دې، نور شپږ سوه يوانه د خوراکي توکو په برخه کې مرستندويه پيسې هم موږ ته راکول کېږي. شرکت موږ ته وړيا ليليه برابروي. نو هره مياشت موږ نږدې څلور زره يوانه زېرمه کوو. پلان لرو چې کور ته ځينې پيسې وليږدوو چې د ماشوم لپاره نوې جامې او د ښوونځي بکس واخيستل شي. د لته د کار په وخت کې د يوې مياشتې لپاره زېرمه شوې پيسې د پخوا يو کال په نسبت هم زياتې دي. په راتلونکې مياشت کې به موږ رسمي کارکوونکی شوو، معاش به لا لوړ شي.

د دې لپاره چې د نورو سيمو څخه راغلي اضافي کارکوونکي په نږدې وخت کې په دې پارک کې په ښه توګه کار کولای شي، د شينجيانګ سيمې د بېلا بېلو کچو ځايي حکومتونو او ټولنيزو ځواکونو په ګډه د دې پارک لپاره خدمتونه ترسره کړي او کوي يې. د ډوډۍ دغه پارک د اورمچي ښار د شوی مه ګو ناحيې د با داو وان واټ د استوګنې سيمې سره اړه لري. د دې استوګنې سيمې کارکوونکي ځينی ښوونکي استخدام کړي چې يادو کسانو ته په اوونۍ کې څلور ځله د چين د ملي ژبې، دود، کلتور او قوانينو په هکله روزنې ورکوي. برسېره پر دې، دوی له اړوندو ارګانونو سره په همکارۍ سره دغو کارکوونکو ته د مسلکي روزنې درسونه هم ورکوي.

د ختن سيمې د يکسار ولسوالۍ د که لپچون کلي څخه راغلې نجلۍ تونيساګلي زموږ خبريال ته وويل، ما خپل پلار او مور ته د دې کار د وضعيت او چاپېريال په اړه مالومات ورکړل، دوی ډېر خوشحال دي او زه يې هڅولې يم چې بايد په ښه توګه کار وکړم. کله چې رسمي کارکوونکې شمه، زه به زما پلار او مور دلته راولم او دوی ته به دغه پارک وښيم، دوی به حتماً حيران شي چې د ډوډۍ جوړولو ځای دومره لوړه کچه لري.

ښاغلي جانګ فه چې له ګان سو ولايت څخه دلته سفر کړی، له دې پارک څخه د ليدنې په وخت کې يې ډېر عکسونه واخيستل او په ويچټ کې يې مالومات خپاره کړل. هغه وويل، دغه عکسونه مې د ويچټ له لارې خپاره کړل او ډېرو ملګرو مې کمنټونه ورباندې وليکل. خپلو ملګرو ته مې دوه سوه رنګارنګ خوندورې ډوډۍ واخيستلې.

په ارومچي ښار کې د ډوډۍ د کلتور او چارو په اړه دغه صنعتی پارک د مستقيم خرڅلاو او انلاين سوداګرۍ سيسم جوړ کړی. دلته توليد شوې ډوډۍ د ارومچي ښار په بېلا بېلو سوپرماکيټونو کې پلورل کېږي او د بېجينګ، شانګهای او شن جن په شمول لويو ښارونو ته هم لېږدول کېږي چې د تصديو لپاره يې د سوداګرۍ يو ابتدايي ډګر برابر کړی دی. د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ مياشت کې به د دې پارک توليدات د تمال او جينګ دونګ په شمول انلاين ډګرونو کې وپلورل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای