CRI Online

د استوګنې سيمې کادره ريحان ګلي: دا زما تر ټولو ښه نيکمرغي ده چې د خلکو لپاره خدمت وکړم او پلار او مور مې زما په برياليتوبونو ووياړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 16:34:25
د استوګنې سيمې کادره ريحان ګلي: دا زما تر ټولو ښه نيکمرغي ده چې د خلکو لپاره خدمت وکړم او پلار او مور مې زما په برياليتوبونو ووياړي

د شينجيانګ د بولتلا مغولي کورواکې سيمې د بو له ښار د هوانګ هه د استوګنې په سيمه کې څو سپين ږيري تر ونو لاندې ناست وو او خبرې اترې يې کولې. کله چې دوی هغه نجلۍ وکتله چې ګرده څېره او لويې سترګې لري، سمدلاسه يې ورته سلام وکړ او ورته يې وويل:

((ګلي! ايا ډېره بوخته يې ؟ ))

((مننه، کارونه مې عادي روان دي، بوخته نه يمه. د روان کال بدني څارنه به ژر پيل شي او هغه وخت به له تاسو سره روغتون ته لاړه شم. ))

((ښه، مننه!))

ګلي چې بشپړ نوم يې ريحان ګلي دی، د چينګ دا لا واټ د استوګنې سيمې يوه کادره ده. هغې په ۲۰۰۸ کال کې چې هغه وخت پنځلس کلنه وه، د ښو نمبرو په تر لاسه کولو سره د جيانګ سو ولايت د يان چنګ ښار د تيان جيا بينګ منځني ښوونځي ته بريالۍ شوه او تر فراغت وروسته د تيان جين ښار په کرنې پوهنتون کې ومنل شوه. د ۲۰۱۵ کال په اګست مياشت کې ګلي له دې پوهنتون څخه فارغه شوه او د خپل ټاټوبي بولتاله سيمې بو له ښار ته ستنه شوه . هغې زموږ خبريال ته وويل

(( د يان چنګ ښار په تيان جيا بينګ منځني ښوونځي کې مې له ډېرو امتيازي تګلارو څخه ګټې اخيستي،د زده کړې، ترانسپورټ ، د خوراکونو او کتابونو اخيستلو په برخو کې ټول لګښتونه د حکومت لخوا راکول کېدل او سربيره پر دې حکومت موږ ته د ژوند لپاره نورې مرستندويه پيسې هم راکولې. نو ما پرېکړه کړې وه چې تر فارغېدو وروسته به خپل ټاټوبي ته ستنه کېږم او د ټولنې لپاره به خدمتونه ترسره کوم. ))

کله چې ګلي بو له ښار ته بېرته ستنه شوه، لومړی يې د توکو د حمل و نقل په يو شرکت کې کار پيل کړ او ښه معاش يې درلوده. تر څه باندې يو کال وروسته ګلي په دې فکر کې شوه چې د پيسو ګټلو تر څنګ بايد د ټولنې لپاره لا زيات ارزښتناک کارونه ترسره کړي. بيا وروسته د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې ګلي د ازموينې له لارې د بو له ښار د چينګ دا لا واټ د تيان شان لو استوګنې سيمې د يوې کارکوونکې په توګه وګمارل شوه .

د استوګنې په سيمه کې کارونه لږ دي ، خو د خلکو له ژوند سره نږدې اړيکې لري. د ګلي په اند، د خلکو لپاره خدمت کول او د دوی د ژوند د بېلا بېلو ستونزو حلول خپله اصلي دنده بولي. د هوانګ هه په نوم د استوګنې سيمه کې يوه ۷۸ کلنه انا اوسيږي چې نوم يې جاو ای ليان دی. هغه عمليات شوې او ډېرې ستونزې يې درلودې، ځکه هغه کور کې يوازې ده، اولادونه يې کار کوي او نه شي کولای چې په کور کې ورسره واوسي. نو ګلي کله کله د انا جاو کور ته ځي او د هغې د حال احوال پوښتنه کوي. (اواز)

کله چې موږ له ګلي سره د سپين سرې جاو ای ليان کور ته لاړو، انا جاو د ګلي لاسونو په نيولو سره خبرې وکړې. هغې د ګلي ډېره ستاينه وکړه او و يې ويل

((هغه يوه ډېره ښه نجلې ده او زړو کسانو ته ډېره پاملرنه کوي او هر وخت موږ سره مرستې کوي. يوه موده مخکې زه ناروغه وم او ملا مې درد کاوه، هغې ما ته د ځينو ميوو په راوړلو سره زما د حال احوال پوښتنه وکړه. کله به يې هغې په بهر کې وليدم، نو په موټر سايکل به يې کور ته راسولم، هغه يوه ډېره مهربانه نجلې ده. ))

څرنګه چې ګلي په کارونو کې ډېره جدي رويه لري او په صادقانه توګه د خلکو لپاره خدمتونه کوي، نو د ځايي اوسېدونکو پراخ باور او مينه يې تر لاسه کړې ده، او د استوګنې په سيمه کې د کارکولو تر يو کال وروسته هغه د غښتلې کارګرې په توګه يادېږي.

ګلي خپله دنده پرمخ وړي او هلته په ليليه کې اوسېږي او کابو په هرو پنځلسو ورځو کې يو ځل خپل کور ته ځي. (اواز )

د ګلي پلار رحمت زموږ خبريال ته وويل چې هغه له خپلې لور څخه ملاتړ کړی چې د هېواد د سترې برخې په عالي ښوونځي کې زده کړې وکړي. هغه وويل

((موږ تر اوسه پورې له شينجيانګ څخه بهر ته نه يو تللي، زموږ لور ګلي د شانګهای او بېجينګ په شمول ډېرو لويو ښارونو ته سفرونه کړي دي. که هغه د سترې برخې پرمختللي ښوونځي ته نه وای تللې او د زده کړې لوړه سويه يې نه درلودی، نو ښايي هغه د ډېرې ځوانۍ په وخت کې واده شوې وای. اوس هغه پوهه لري او د ټولو ستونزو د حلولو لپاره پخپله فکر کولی شي او د خپل ژوند ټولې پرېکړې به په خپله کوي . ))

د ګلي د پلار او مور پر خنډا خوره وي، ګلي وايي، کله چې خپل پلار او مور خوشحال ويني نو ډېر د خوښۍ احساس کوي. هغې وويل

((له ماشومتوب څخه مې هيله درلوده چې يو وخت پلار او مور زما په برياليتوب ووياړي. د سترې برخې له پرمختللي ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته مې بيا په پوهتون کې زده کړې وکړې او اوس زما کار د خلکو لپاره خدمت کول دي، زما په اند، ټولې هيلې مې پوره شوې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای