CRI Online

قربانياز: غواړم چې د ماشومانو ژوند روښان کړم

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 17:12:24

د تېر کال د اکتوبر د ۱۷ مې نېټې شپه وه، د چين د هه نان ولايت په ملي تلويزيون کې د چين د ملي ژبې اتل په نوم خپرونه روانه وه. د تلويزيون په پرده کې ليدل کېدل چې د اويغوري قوم يوې نجلۍ خپلې قومې جامې اغوستې وې او پر تخته يې د چين ملي ژبې لغتونه ليکل او ليکنه يې ډېره ښکلې ښکارېده.

دغه اويغوري نجلۍ ګولي نوميږي او د چين د شينجيانګ د اوش ولسوالۍ د ايمام علاقه دارۍ د ملي ژبې لومړني ښوونځي په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي. د ايمام علاقه دارۍ 99.5% نفوس د اويغوري قوم دی او ټول وګړي يې په اويغوري ژبې خبرې کوي او د چين په ملي ژبې نه پوهيږي.

نن ګولي د تلويزيون پر پردې راښکاره شوه او د ډېرو کتونکو پر وړاندې يې په ملي ژبې اوږده ليکنه وکړه ، دا د يو کس له هلو ځلوڅخه نه شي جلا کېدای. دغه کس ۵۰ کلن قربان نياز دی، نوموړی د ايمام علاقه دارۍ د ملي ژبې د لومړني ښوونځي مشر دی. نوموړی وايي، نړۍ ډېره لويه ده او زمونږ د ايمام علاقه داري ډېره کوچنۍ ده، دا به ښه وي، چې د ايمام علاقه دارۍ ماشومان له دغه کوچني ځای څخه بهرنۍ نړۍ ته لاړ شي او نړۍ پرمختګ وويني او له عصري زمانې سره ځانونه برابر کړي.

قربان نياز د تېرې پېړۍ په نويه لسيزه کې سوداګري کوله او د خپلو سوداګريزو چارو لپاره د هېواد ډېرو پرمختللو ښارونو ته تللی دی. نوموړي په پوهنتون کې د چين ملي ژبه لوستلې ، نو ځکه په ملي ژبه ډېرې ښې خبرې کولی شي او سوداګريزې چارې يې په ښه توګه پر مخ روانې وې. نوموړي د هېواد په ختيځو پرمختللو ځايونو کې وليدل چې هلته خلک ډېر زخمتکښ دي او ذهنيت يې ډېر پرانيستی دی. دغه راز ښوونه، ساينس او کلتور يې د شينجيانګ په پرتله ډېر پرمختللی دی. قربان نياز د دغو توپيرونو د لامل په فکر پيل وکړ.

دوه کاله وروسته قربان نياز په خپل ټاټوبي ايمام علاقه دارۍ کې يو درملتون پرانيست. د سوداګرۍ په بهير کې يې ډېر ځايي اوسيدونکي پېژندلي دي. هغه دې نتيجې ته ورسېد، چې د سيمې زياتره ځايي اوسيدونکي له ايمام څخه نورو ځايونو ته نه دي تللي، له ښاري ژوند څخه ډېر ګوښه پاتې شوي دي او د ليد ساحه يې ډېره کوچنۍ ده. يوځل يوې سپينسرې له خپلې لمسۍ سره د درمل د اخيستلو لپاره د قربان نياز درملتون ته راغلې وه، قربان نيار وليدل چې د لمسۍ پر مخ يې شری پيدا پيدا شوی ، نو سپينسرې ته يې وويل، چې ددې جينۍ پر بدن شری راختلی دی، خو سپينسرې ځواب ورکړ چې لمسۍ مې ډېره ښکلې ده، کيداي شي بدو سترګو خوړلې وي، ځکه يې پر مخ دانې راختلې دي.

قربانياز په فکر کې شو، چې په دې سيمه کې داسې کسان ډېر دي، خو درمل يوازې د انسانانو بدني ناروغيو لپاره دي، خو ذهني وروسته پاتېوالی په درملو نه تداوي کيږي. د ژبې ستونزه له عصري تمدن څخه د لږکيو د پاتې کېدو يو مهم لامل دی، که ماشومان ملي ژبه ښه زده کړي، نو د ليد ساحه به يې پراخه شي او ژوند به يې ډېر بدل شي.

په ۲۰۰۳ کال کې قربانيازد ځايي حکومت په مرسته په ايمام علاقه دارۍ کې د ملي ژبې لومړنی ښوونځی پرانيست، خو ځينو اوسيدونکو ويل، قربانياز ته خپل اويغوري قوم ګران نه دی، ځکه هغه د هان قوم ډېر استادان استخداموي. ځينو يې دا فکر هم کاوه، چې د هان قوم استادان به په ښه توګه اويغوري ماشومانو ته درسونه ورزده نه کړي.

واقعاًد هان قوم استادانو لپاره دا اسانه کار نه دی چې اويغوري ماشومانو ته درسونه ورزده کړي، ځکه د هان قوم استادان په اويغوري ژبې نه پوهيږي او ماشومان په ملي ژبې نه پوهيږي. قربانياز ورته د حل لاره پيدا کړه او په هر ټولګي کې به دوو استادانو تدريس کاوه، يو استاد به د چين ملي ژبه تدريس کوله او بل استاد به په اشارې ژبې حرکتونه کول. د بېلګې په توګه که يوه استاد به په ملي ژبه پوزه او سترګې يادولې ، نو بل استاد به په ورته وخت کې خپلې پوزې او سترګو ته اشاره کوله او په دې ډول به ټولو زده کوونکو ملي ژبه زده کوله.

په تېرو ډېرو کلونو کې ځينو تندلارو قربانياز ليونی باله، ځينو به ورته ان د ښوونځي ديوالونه ړنګول، خو د قربانياز اراده متزلزله نه شوه، هغه به ويل، چې هر قوم دې د خپل پرمختګ لپاره د نورو قومونو کلتوري غوره والی زده کړي.

ځايي حکومت له قربانياز څخه ډېر ملاتړ کوي. په ۲۰۰۸ کال کې د ځايي حکومت په مالي مرستو د قربانياز په ښوونځي کې نوې تدريسي ودانۍ جوړې شوې، سږکال حکومت د دغه ښوونځي د ترميمولو او پراخولو لپاره نور ۱۶ مليونه يوانه هم منظور کړل.

له ۱۲ کلونو راهيسې د قربانياز له ښوونځي څخه څه باندې ۲۰۰ اويغوري ماشومان فارغ شوي او زياتره يې په لوړو نمرو د چين د نورو پرمختللو ښارونو لکه د بېجينګ او شانګهای غورو منځنيو ښوونځيو ته بريالي شوي دي.

قربانياز وايي،پوهنه رڼا ده، که رڼاوې زياتې شي، نو تيارې به کمې شي. هغه غواړي د خپل ټاټوبي ماشومانو ته رڼا ورسوي ، څو دوی روښان ژوند ولري او د ټولنې لپاره خدمت وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای