CRI Online

په شانګهای کې د اويغور اکا علي کيسه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-15 09:37:58

په شانګهای کې د اويغور اکا علي کيسه

په دې وروستيو کلونو کې د چين په جنوب ختيځ شانګهای ښار کې د حلال خوراکونو واټ يعنې کوچنی بازار تود شوی. څو ورځې مخکې زموږ خبريال دغه واټ ته لاړ او د شينجيانګ ډول ډول خوندور خواړه يې وخوړل او هلته يې شينجيانګي دودونه احساس کړل. زموږ خبريال د خپل سفر په ترڅ کې له اويغور اکا علي سره وکتل او د ده نيکمرغه ژوند هغه ته ژوره خاطره وربښلې ده.

(اواز) کله چې خبريال د حلال خوراکونو واټ ته لاړ، هغه وليدل چې ډېر ځايي او له نورو سيمو څخه راغلي کسان په باران کې دلته راغلي وو، د ډوډۍ ، پلو، کباب،نوډل او مستې په شمول ډول ډول حلالو خوراکونو ډېر سيلانيان راجلب کړي وو. د کباب د يو تبک پر وړاندې اوږد صف ليدل کېده، د دې تبک خاوند اويغور اکا علي دی.

اکا علي شل کاله کېږي چې په شانګهای ښار کې اوسېږي او د شانګهای په اړه ډېر ښه مالومات لري. د حلالو خوراکونو په واټ کې د خپلو چارو په اړه يې وويل

(( زه مخکې د نوډل اشپز وم، له يو ملګري سره د مرستې لپاره دلته راغلوم. بيا وروسته دغه واټ پرانيستل شو او د کباب يو تبک مو کرايه کړ او اوس د کباب په کاروبارو لګيا يم. شل کاله کېږي چې د شانګهای په پو تو ناحيه کې اوسيږم، په دې واټ کې څلور اصلي تبکونه شته چې د دې بازار له پرانيستل کېدو څخه راپدې خوا کار کوي، زما تبک له دغو څلورو تبکونو څخه يو دی. نور تبکونه پنځه يا شپږ کاله مخکې پيل شوي دي. ))

د حلال خوراکونو د دغه کوچني بازار د جوړېدو لامل دا دی چې د شانګهای په لوېديځ کې يو لوی جومات شته، هره جعمه په شانګهای کې ميشت مسلمانان د لمونځ لپاره دغه جومات ته ځي، نو دغه جومات ته په نږدې واټ کې د حلال خواړو يو بازار جوړ شوی. دغه سل متره اوږده واټ يوه ځانګړې منظره جوړه کړې ده.

دا د هر تن لپاره ډېره ستونزمنه ده چې له خپل ټاټوبي څخه په ليرې ځای کې کار کوي، په تېره بيا شانګهای ښار يو پرمختللی ښار دی او دلته د ژوند لګښونه ډېر لوړ دي. اکا علي زموږ خبريال ته وويل چې په تېرو شلو کلونو کې هغه له شانګهای سره په ګډه پرمختګ کړی. اوس هغه د خپلې کورنۍ لپاره په نان تونګ ښار کې يو کور اخيستلی. نان تونګ ښار له شانګهای سره نږدی پروت دی او د موټر له لارې څه باندې يو ساعت مزل شته. اکا علي د خپل تبک د کاروبارو په اړه خوشحال دی او زموږ خبريال ته يې وويل

(( دلته زما کاروبار ډېر ښه دي. نن ورځ باران ورېږي، نو کاروبار دومره ښه نه دی، خو بيا هم څه باندې دوه زره خوراکه کباب مې خرڅ کړ او څه باندې شل زره يوانه مې اخيستي دي. اوس زما ماشومان په نان تونګ ښار کې زده کړه کوي او د رخصتۍ په وخت کې دلته له ما سره مرسته کوي. اوس کاروبار مخ په ښه والي دی، نو زما مېرمن، خپلوان او وروڼه دلته راځي او له ما سره مرسته کوي. زه يې پخپله په يوازې ځان نه شم تر سره کولای.))

اکا علي په خندا سره خبريال ته وويل چې هغه د خپل ژوند په اړه راضي دی او د راتلونکي په هکله پوره باور لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای