CRI Online

د يو ليانګ ينګ لخوا کرل شوې خرما

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 08:54:11

د شينجيانګ (Aral) ارل ښار د توليد او ابادۍ پوځ تر کنترول لاندې سيمه ده ، د دې سيمې ځانګړي توليدات د هوې ځاو په نوم يو ډول خرما ده چې د عامې خرما په نسبت يې زړی ډېر کوچنی او ډېر خوندور خوند لري. په ارل ښار کې د (يو ځاو) په نوم سوداګريزه نښه لرونکې هوی ځاو خرما ډېر شهرت لري او د دې سوداګريزې نښې جوړونکې مېرمن يو ليانګ ينګ ده.

مېرمن يو ليانګ ينګ د چين د قومي يووالي په برخه کې يوه نمونه ګرځېدلې ده. له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې مېرمن يو ليانګ ينګ د خپل اويغوري ورور محمد موسی په شمول د ختن سيمې د ګوما ولسوالۍ د دالغ کلي اوسېدونکو ته د پمبې او خرما د کرنې لارې چارې ورزده کړې او د دې تر مرستې لاندې څه د پاسه پنځه زره تنه اويغوري وګړي له بېوزلۍ څخه ايستل شوي دي. مېرمن يو زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل

((لومړی مې دوی ته د پنبۍ د کرنې لارې چارې ورزده کړې، ځکه چې پنبې په کرنيز کال کې ډېر ژر حاصلات او ګټې ورکوي او د ځايي کليوالو عايداتو د لوړوالي لپاره تر ټولو مستقيمه او ګړندۍ لاره ده. ور پسې په ۲۰۰۹ کال کې په دغه سيمه کې مو د چارو جوړښت تنظيم کړ او د ځنګلو او ونو په کرنې مو پيل وکړ. نو له خپل اويغوري ورور محمد سره مې له مسلسلو بحثونو وروسته څو نوې تکنالوژۍ زده کړې او د ځنکلو او ونو د کرنې په اړه مو ټولې لارې چارې خپلې کړې او بيا وروسته مو اړوندې لارې چارې د دالغ کليوالو ته ور زده کړې.))

په ۲۰۱۶ کال کې مېرمن يو ليانګ ينګ پرېکړه وکړه چې د زراعتي توليداتو يوه همکاريزه ټولنه او په خپل نوم يوه سوداګريزه نښه جوړه کړي. هغې وويل

((زموږ د توليد او ابادۍ پوځ له اصلاحاتو سره سم، د يوې همکاريزې ټولنې د جوړولو پرېکړه مې وکړه او و مې غوښتل چې له يو شمېر ګډ نظر لرونکو کسانو سره لوړ کيفيت زراعتي توليدات توليد، چمتو او خرڅلاو ته يې وړاندې کړو او ور پسې زموږ توليدات د سوداګريزو توليداتو يا د سوغاتونو په توګه ښه وپلورل شول.))

د يو ليانګ ينګ همکاريزه ټولنه د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۶مه نېټه په رسمي توګه جوړه شوه. اوس دغه ټولنه ۱۶ تنه غړي او اتيا هکتاره د کروندې ځمکې لري. په عين وخت کې مېرمن يو ليانګ ينګ په خپل نوم سوداګريزه نښه هم جوړه کړه چې د (يو ځاو) په نوم يادېږي. د هوی ځاو خرما د دې همکاريزې ټولنې عمده چارې دي. دوی د خرما توليدي چارې پر غاړه لري او د هانګ جو شرکت د هغې خرما لپاره بازار موندنه کوي او پلوري يې.

هر کال د پسرلي په درشل کې مېرمن يو ليانګ ينګ له خپلو همکارانو سره د تقاضا ليست له مخې د خرما توليدي کارونه ترتيب کوي. مېرمن يو ليانګ ينګ د توليداتو د لا ښه کيفيت لپاره د خرما د توليدي بهير معياري ګامونه پورته کړي. د دې په نظر، همکاريزه ټولنه د توليد د لومړۍ برخې په توګه، د کرنې او ادارې کارونه معيار ته اړتيا لري. د دې همکاريزې ټولنې د غړو تر ګډو کوښښونو لاندې، د (يو ځاو) په نوم سوداګريزه نښه جوړه کړه، چې خرما يې ښه کيفيت لري او په بازار کې يې ډېر هر کلی شوی دی. د خرڅلاو اندازه يې کال په کال زياتېږي. د ۲۰۱۸ د پسرلني اختر په موده کې د دې ډول خرما د خرڅلاو ارزښت له درې مليونو اوه لکو يوانو څخه اوښتی و. په همدې کال کې يو ليانګ ينګ د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه. مېرمن يو ليانګ ينګ زموږ له خبريال سره تر مرکې څو ورځې وروسته په يو نندارتون کې د ګډون لپاره د سه چوان ولايت مرکز چنګ دو ښار ته لاره او هلته يې د يو ځاو خرما نندارې ته وړاندې کړ. هغې د شينجيانګ د دغې خرما په وړلو سره د هېواد ګوټ ګوټ کې له بېوزلۍ څخه د وتلو لپاره د شينجيانګيانو کوښښونه او برياليتوبونه څرګند کړل او په راتلونکی کې به هم خپلو چارو ته پرمختګ ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای