CRI Online

سودان خلي: ما د شينجيانګ ګړندی پرمختګ کتلی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 09:41:08
سودان خلي: ما د شينجيانګ ګړندی پرمختګ کتلی

د چيني چارو په اړه د پاکستان کارپوه سودان خلي څو ورځې مخکې د سين هوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، په خپلو سترګو مې د شينجيانګ ګړندی پرمختګ کتلی، او د ارومچي ښار د سمسورتيا کچه د حيرانتيا وړ ده.

سودان خلي مخکې د پاکستان يو پيلوټ و او تر تقاعد وروسته يې د يو خبريال په توګه دنده پيل کړه. نوموړي څو کتابونه ليکلي دي. هغه په پاکستان کې د چيني مسئلو د کارپوه په توګه ګڼل کېږي. هغه د تېرې پېړۍ له اومې لسيزې راهيسې کله کله د چين شينجيانګ ته کاري سفرونه کړي دي.

نوموړي وويل، د تېرې پېړۍ په اومه لسيزه کې د شينجيانګ مرکز ارومچي ښار ډېر کوچنی و او نور ځايونه هم وروسته پاتې وو. بيا وروسته ما څو ځله شينجيانګ ته سفر وکړ، هر ځل به مې نوي احساسات درلودل. اوس په ارومچي ښار کې د هوايي ډګر، سړکونو او لوړو ودانيو په شمول زيات تاسيسات په ښه توګه جوړ شوي دي. هغه وويل، شينجيانګ يو جلبونکی او پراخ ځای دی چې پکې غرونه، جهيلونه، صحرا او عصري ښارونه موجود دي. برسيره پر دې، په شينجيانګ کې د ملي لږکيو ډېر خلک اوسېږي او د دوی لرغوني او ځانګړي کلتورونه او تمدنونه ډېر زيات کورني او بهرني سيلانيان جلبوي.

هغه د شينجيانګ له خوندورو خوراکونو سره ډېره مينه لري او وايي، په ارومچي ښار کې تاسې د چين د ګوټ ګوټ خوندور خوراکونه پيدا کولای شئ. دلته اصلي بڼه لرونکې hot potشته، او د شينجيانګ رنګارنګ ځايي راستورنټونه هم شته، دا په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د ګډ پرمختګ يوه مشخصه څرګندونه ده.

سودان خلي تقريباً د شينجيانګ بېلا بېلو لويو ښارونو ته سفرونه کړي دي، هغه د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کې له بازارونو او مذهبي ځايونو څخه ليدنې کړي او په پراخه توګه يې له ځايي کسانو سره د نظريو تبادله کړې، نو هغه د شينجيانګ د پرمختګ په اړه مستقيمه او ژوره پېژندنه لري او په دې پوه شوی چې يوازې د سولې او ثبات څخه ډک چاپېريال کې سمسورتيا او وده عملي کېږي.

نوموړي وويل، زما هېواد پاکستان هم د توندلارۍ او ترهګرۍ له بريد سره مخ شوی او زموږ دولت او خلکو ته يې ډېر زيانونه رسولي دي. د چين حکومت د بېلا بېلو هېوادونو د اړوندو تجربو له مخې د توندلارۍ د له منځه وړلو لپاره خپل تدبيرونه نيولي چې د خپل هېواد له حالاتو سره سمون خوري، د دغو اغېزمنو تدبيرونو له امله، چينايان نيکمرغه ژوند لري.

هغه زياته کړه، د چين حکومت له قانون سره سم ترهګرو ته سخته سزا ورکول د توندلارۍ د له منځه وړلو لپاره ګټوره ده. هغه وويل، چين ترهګرو ته د سختې سزا ورکولو په عين وخت کې د مسلکي مهارت د روزنې له لارې له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د ترهګرۍ او توندلارۍ تر ناوړې اغېزې لاندې راغلي، دغه خلک د اړوند مسلکي مهارت تر خپلولو وروسته بيا د ټولنې لخوا منل کېدای شي او په يو مناسب کار تر ګومارل کېدو وروسته نيکمرغه ژوند کولای شي.

سودان خلي وويل، واقعيت د وينا په نسبت د منلو وړ دی، د چين حکومت د توندلارۍ د له منځه وړلو په برخه کې سترې لاسه راوړنې لري. اوس په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او توندلارۍ نظريه او اغېزه د کمزورېدو په حال کې ده. هغه د شينجيانګ د راتلونکي پرمختګ په هکله وويل، اوس چين په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې جوړونه هڅوي، شينجيانګ د ورېښمو لارې په اقتصادي کمربند کې پروت دی او ځانګړې جغرافيايي وړتيا لري، نو په راتلونکي کې به د پرمختګ لا لوی فرصت ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای