CRI Online

تيان جين او شينجيانګ د شينجيانګي ځوانانو د فوټبال لوبډالې لپاره په ګډه کوښښونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 14:24:03
تيان جين او شينجيانګ د شينجيانګي ځوانانو د فوټبال لوبډالې لپاره په ګډه کوښښونه کوي

د شينجيانګ د ختن سيمې د څو ښوونځيو ۲۲ تنه هلکان يوه مياشت مخکې د فوټبال په يوه فعاليت کې د ګډون لپاره تيان جين ښار ته ولاړل. دوی په تيان جين ښار کې د فوټبال ټولنې سيالۍ وکتلې او د تيان جين له هلکانو سره يې د فوټبال لوبې وکړې.

د ختن سيمې د چرا ولسوالۍ د لومړي ابتدايي ښوونځي هلک مراتيجيانګ محتر په تيان جين ښار کې په فعاليت کې د تيان جين د تای دا د فوټبال لوبډلې مشر مای تي جيانګ سره وکتل. هغه په خوشحالۍ زموږ خبريال ته وويل، ماتي جيانګ زما په زړه کې خاص ځای کړی. زه هم د فوټبال د لوبډلې مشر يم او غواړم چې د هغه په شان ښې روزنې وکړم او په راتلونکی کې د شينجيانګ او حتی د هېواد لپاره برياليتوبونه او وياړونه تر لاسه کړم.

د تيان جين ښار د سپورتي چارو ادارې د فوټبال لوبې په برخه کې له شينجيانګ سره مرستندويه کارونه کوي. د روانې مياشتې په سر کې له شينجيانګ سره د تيان جين ښار مرستندويه ګروپ ختن سيمې ته ولاړ او د کېريې ولسوالۍ د سي ايي سي ابتدايي ښوونځي، د چرا ولسوالۍ د لومړي ابتدايي ښوونځي، د لوپ ولسوالۍ د لوپ لوی کلي ابتدايي ښوونځي، د ختن ښار د درېيم او څلورم منځنيو ښوونځيو د فوټبال لوبډلو ته اړوند سپورتي وسايل او تجهيزات ورکړل. برسيره پر دې، دغه مرستندويه ګروپ د يادو ښوونځيو د فوټبال روزونکو ته د روزنې تازه عکسونه او ويډيو لرونکي تدريسي کتابونه ډالۍ کړل.

د کېريې ولسوالۍ د سي ايي سي ابتدايي ښوونځي هلک انځر جيانګ د فوټبال د وسايلو او تجهيزاتو تر لاسه کولو وروسته ډېر خوښ و او زموږ خبريال ته يې وويل، کله چې زه لوی شم، غواړم د فوټبال لوبې کولو لپاره تيان جين ښار ته ولاړ شم.

د تيان جين ښار د سپورتي ادارې مرستيال مشر او د تيان جين د فوټبال ټولنې مشر جانګ شين وويل، د شينجيانګ د ماشومانو په سترګو کې مو له فوټبال سره مينه او شوق وليده، دا زموږ دنده ده چې د فوټبال په اړه د لا زياتو ځايي ماشومانو او ځوانانو هيلې پوره کړو.

د لوپ د لوي کلي د ابتدايي ښوونځي د فوټبال روزونکي ايګيبادي وويل، که څه هم په ښوونځي کې د فوټبال لوبې لپاره ښه شرايط نه شته او د روزونکو شمېر هم کافي نه دی، خو د فوټبال لوبې کولو په اړه د ماشومانو شوق او زوق او توان ډېر لوړ دی. موږ به په راتلونکي کې د تيان جين لخوا وړاندې شوې مرستندويه وسايل او تجهيزات ښه وکاروو چې په سياليو کې د لا ښه برياليتوب د تر لاسه کولو او د فوټبال په اړه د لا زياتو وړ او لايقو کسانو د روزلو لپاره کوښښونه وکړو.

د چرا ولسوالۍ لومړی ابتدايي ښوونځی د تيان جين ښار په پانګونې جوړ شوی، په دغه ښوونځي کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي معياري اتلاتيک ډګر او د فوټبال د يوولس کسيزې سيالۍ لپاره ډګر چې په نړيوال معيار برابر دي، ډېر د پاملرنې وړ دي. دغه عصري ابتدايي ښوونځی له شينجيانګ سره د تيان جين ښار د مرستې کولو په کارونو کې يو څرګند برياليتوب ګڼل کېږي.

د تيان جين ښار د سپورتي ادارې مرستيال مشر جانګ شين وويل، تيان جين په دې وروستيو کلونو کې د ځوانانو د فوټبال لوبې پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. د دې ښار په بېلا بېلو ښوونځيو کې د ماشومانو او ځوانانو په منځ کې د فوټبال لوبې د پرمختګ سيسټم ګام په ګام بشپړ شوی او اوس ډېر ځوانان د فوټبال لوبه کوي. موږ به د چرا ولسوالۍ په لومړي ابتدايي ښوونځي کې د فوټبال د روزنې ډګر په کارولو سره د دې لوبې د روزنې په اړه زموږ پرمختيايي نظريې او د روزونکو سرچينې شينجيانګي ماشومانو او ځوانانو ته ولېږدوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای