CRI Online

د چين د مشهور سندرغاړی لو چيان ګوی له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:31

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی لو چيان ګوی له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه دده له خوا ويل شوی يوه ايتاليی سندره واورو چې نوم يې دی ماريچياری. ماريچياری په ايتاليې ژبه کې د سپيڅلی سمندر معنی لری.

څه د پاسه اتيا کلن لو ګوی چيان د چين په ختيځ جه جيانګ ولايت کې زېږېدلی دی ، هغه د ماشومتوب په موده کې د سندرو له ويلو سره مينه درلوده او په لومړنۍ او منځنۍ ښوونځيو کې يې په فعاله توګه د سندرو ويلو په فعاليتونو کې ګډون درلود .لو ګوی چيان په ١٩٤٢ کال کې د شانګهای د جن دان پوهنتون د روغتيا په څانګه کې زده کړې وکړې او د طبی چارو د ډاکتر درجه يې تر لاسه کړه. لو ګوی چيان په پوهنتون کې د روغتيا په اړه د زده کړې په وخت کې د سندرو ويلو زده کړه هم وکړه. ده د ويل شويو چيني او بهرنيو سندرو له لاری زيات شمېر اورېدونکي ورجلب کړی دي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د لو چيان ګوی له خوا د ارجنټاين يوه سندره واورو چې نوم يې دی زما کوچنی کلی.

ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای