CRI Online

د زلزلې له پېښېدو وروسته د ژغورنی کارونو په اړه يو لړ سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، د می په ١٢ نېټه تر غرمې وروسته په دوو بجو او اته وېشتو دقيقو د چين د جنوب لويديځ سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د اووه اعشاريه اته درجې زلزلې له امله د سر او مال پراخ تاوانونه رامنځته شوی او بنسټيزو تاسيساتو ته سخت زيانونه رسېدلی دی. د چين بېلا بېلو ټولنو په جلا جلا توګه له مصيبت ځپلو سيمو وګړيو سره مرستې او لاس ورکولو فعاليتونه تر سره کړي .

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د چين د تايوان سندرغاړی ګوانګ ليانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و موږ سره يو ځای د توپان او باران د مخنيوی لپاره کوښښ کوو.

په سه چوان ولايت کې ښکلی طبيعی منظری شته ، خو د می په ١٢ نېټه د سه چوان ولايت سختې زلزلې ولړزاوه چې له امله يې زرګونو ودانی ويجاړی شوې او په لسګونه زره وګړيو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د زلزلې تر پېښېدو وروسته سمدلاسه له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره ټپيان شوي کسان وژغوري او د مصيبت ځپلو سيمو د وګړيو امنيت وساتي. د چين د صدراعظم ون جيا باو په مشرۍ د ژغورنې په اړه يوه ځانګړی اداره هم جوړه شوه . تر اوسه پوری څه نا څه ٢٠ زره پوليس مصيبت ځپلو سيمو ته رسيدلی او د ژغورنې په کارونو بوخت دي .

ګرانو اوريدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای