CRI Online

د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې په اړه د چيني سندغاړيو له خوا جوړ شوی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم!د می په ١٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د زلزلې له امله ددغه ولايت شمالي سيمو ته سخت زيانونه رسېدلی دی. د چين حکومت او بېلا بېلو ټولنو له زلزلې وروسته په چټکه توګه د زلزلې زيان د پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې په کارونو کې ګډون کړی دی. چينايی سندرغاړيو هم يو لړ سندری جوړی کړی چې په کې د بېلا بېلو ټولنو د کوښښونو او د ټينګ باور ستاينه کوي. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته دغه سندری وړاندی کړو.

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د چين د ځوانی سندرغاړی لی يو چون، سو شينګ او هه جيه له خوا يوه جوړ شوی سندره واورېده چې نوم يې و موږ چينايان يو. په دغه سندره کې د ستونزو د مخنيوی لپاره د چينايانو يووالی او زغم څرګندېږي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د سندرغاړې چن هونګ او د چين د تايوان سندغاړی ادو له خوا يوه جوړ شوی سندره واورو چې نوم يې دی نوی کور.

ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای