CRI Online

د جو جه جونګ له خوا د مغولي قوم ويل شوی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، لرغونی مغولی قوم د چين په شمال مغولی دښتو کې ژوند کاوه. دوی د سندرو ويلو او نڅا په هنر کې ډېر تکړه دي او د ملی موسيقی په اړه يې ځانګړی کلتور جوړ کړی دی. د چيني او بهرنی موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د مغولی قوم سندرغاړی جو جه جونګ له خوا جوړی شوی او ويل شوی يو لړ سندری وړاندی کړو.

لومړۍ به موږ په ګډه د جو جه جونګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د دښتی لپاره يوه سندره وايم.

جو جه جونګ د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کې د چين د مرکزي قومي پوهنتون د موسيقی له څانګی څخه فارغ شو او اوس د چين په مرکزی ولسی راډيو کې کار کوي. د کارونو له امله جو جه جونګ کله کله د چين بېلا بېلو ځايونو ته ځی او سيمه ايزه موسيقی راغونډوي. بر سيره پر دی جو جه جونګ د ملی موسيقی جوړولو کارونه هم تر سره کوي چې تر اوسه پوری يی څه نا څه لس سندری جوړې کړی دی.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جو جه جونګ له خوا يوه جوړه شوی او ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی زما کور هورچين .

ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای