ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د ٣ مياشتو د اولمپيک شپږمی دوری هنري فيستيوال په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پای ته ورسېد. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د دغې هنري فيستيوال د ماښامي غونډې په اړه ځيني ځلاندې برخې وړاندی کړو.
څه د پاسه ٦٠ تنو چيني هنرمندانو او د بهرنيو هېوادونو څه د پاسه ٤٠ تنو هنرمندانو په دغې ماښامي غونډې کې ګډون کړی و. دغه فيستيوال د نړيوال هنر او کلتور د تبادلی لپاره ډېر ګټور دی. د نړی د څه دپاسه ٨٠ هېوادونو او سيمو څه نا څه لس زره تن هنرمندان په ٣ مياشتو کې په بېجينګ کې راغونډی شوی چې نندارچيانو ته يې د اوپيراګانو ، نڅاوو او کنسرټونو په ګډون څه د پاسه دوه سوه هنري فعاليتونه وړاندی کړی دي .
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهورو سندرغاړيو ياو هونګ او هوانګ يوه فنګ له خوا د اولمپيک په اړه يوه خوندوره سندره وويله شوه. په دغه هنري فيستيوال کې په جلا جلا توګه د يادونې وړ اولمپيک، په ښکلی نړۍ کې د ډول ډول کلتورونو، د سمسور چين او د ژورې دوستی په ګډون څلور برخې شامل شوی دي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو اصلی سندره واورو چې نوم يې دی زه او ته.
( سندره ٢)
ګرانو اورېدونکو، د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |