CRI Online

د سندرغاړی لان جيان له خوا ويل شوی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:25

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د کوريا قوم د مشهور سندرغاړی لان جيان له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه دده له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی د کاشغر نجلۍ.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس يوه خوندوره سندره واورېده چې په کې د شينجيانګ د اويغوری قوم سبک کارول شوی و.

ښاغلي لان جيان په وار سره د شانګهای د موسيقی پوهنځی د سندرو ويلو او د بېجينګ پوهنتون د هنر له څانګوڅخه فارغ شو او د موسيقی له مشهورو پوهانو وانګ پين سو، جين تيه لين، ما جيون اينګ او جونګ جن فا څخه زده کړې وکړې. اوس هغه د چين د ولسی سندرو او نڅاوو د مرکزي ډلې يو مشهور سندرغاړی دی او د جنوب لويديځ د ملی پوهنتون د مېلمه کار پوه دنده تر سره کوي.

ښاغلي لان جيان د چين د ملی لږکيو د تاوس په نامه د سندرو ويلو په سيالۍ کې د سپينو زرو جايزه تر لاسه کړه . هغه له زيات شمېر هېوادونو څخه ليدنه کړی او په چين او نورو هېوادونو کې يې ځانګړی کنسرټونه جوړ کړی دي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د لان جيان له خوا د چانګ بای شان غر د ستاينې په اړه يوه سندره واورو. چانګ بای شان غر د چين په شمال لويديځ کې پروت دی چې هلته ښکلی طبيعی منظری او غني توليدات شته. د چين د کوريا قوم وګړي په عمده

توګه د چانګ بای شان په سيمه کې اوسېږي.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د چين د مشهور سندرغاړی لان جيان له خوا د دغو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای