CRI Online

د ځوان سندرغاړی فنګ ژوی لی له خوا ويل شوی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ځوان سندرغاړې فنګ ژوی لی له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د فنګ ژوی لی له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی دی بېرته کور ته راتګ. په دغه سندره کې له کور سره د وګړيو ژوره مينه او ستاينه څرګندېږي.

فنګ ژوی لی د چين په شمال هه بی ولايت په جانګ جيا کو ښار کې زېږېدلی ده او د ماشومتوب په موده کې يې د سندرو له ويلو او له نڅا کولو سره مينه درلوده. هغې په ١٩٨٩ کال کې د هه بی ولايت په هنري ښوونځی کې د نڅا کولو او د ولسی سندرو د ويلو زده کړې وکړې. له فراغت وروسته ١٩ کلنې فنګ ژوی لی د جانګ جيا کو ښار په هنري ډلې کې کار وکړ او په ١٩٩٧ کال کې يې د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ په هنري پوهنځی کې د سندرو ويلو زده کړې وکړې . فنګ ژوی لی اوس د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د اوپيرا په عمومی سياسی ډلې کې د يو ځانګړی سندرغاړې په توګه کار کوي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د فنګ ژوی لی له خوا يوه ويل شوی يوه سندره واورو چې نوم يی دی اتل.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د فنګ ژوی لی له خوا د يو لړ خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای