CRI Online

د نغمه جوړونکی شين هو ګوانګ له خوا جوړې شوی مغولی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د مشهورې نغمه جوړونکی شين هو ګوانګ له خوا يو لړ جوړې شوی مغولی سندری وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د شين هو ګوانګ له خوا يوه جوړه شوی سندره واورېده چې نوم يې دی هولونبير چمن. هولونبير چمن د کورنی مغولستان په شمال ختيځ کې پروت دی او هلته ښکلی منظری شته. په نوموړې سندره کې له هولونبير چمن سره د وګړيو مينه څرګنده شوی ده .

شين هو ګوانګ په چين کې د لومړنۍ ډلې ښځينه سندره جوړونکی او په کور دننه او بهرنيو هېوادونو کې ډېره مشهوره ده . هغې په شانګهای کې زېږېدلی ده او په ١٩٥١ کال کې يې د چين د موسيقی پوهنځی د نغمه جوړولو په څانګې کې زده کړې وکړې. په ١٩٥٦ کال کې ٢٢ کلنه شين هو ګوانګ د ګادا مې لين په نامه د يوې مغولی قوم نغې په جوړولو سره په نړۍ کې ډېره مشهوره شوه . تر هغه وروسته يې د چين کورنی مغولستان ته ولاړه او هلته يی په ٢٦ کلونو کې د زده کړو له امله زيات شمېر خوندوری نغمی جوړ کړی دي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د شين هو ګوانګ له خوا يوه جوړه شوی سندره واورو چې نوم يی دی له چمن سره مينه لري.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای