CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو د ٣٠ کاليزی د يادونې په اړه سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو د ٣٠ کاليزی د يادونې په اړه يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو.

( سندره )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس يوه سندره واورېده چې نوم يې و د ځوانو دوستانو غونډه. د تېری پيړې د اتمې لسيزې له پيل راهيسی په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری پلی شوی . د ١٩٨٠ کال په فبروری کې نغمه جوړونکی ګو جيان فن د سندرو جوړولو په يوه غونډه کې ګډون درلود . په هغه غونډه کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره د سندرو د جوړولو وړانديز شوی و. مېرمن ګو جيان فن پريکړه وکړه چې د ځوانانو لپاره يوه سندره جوړه کړي. نو په همدی کال کې يې سندره جوړه کړه چې تاسو همدا اوس واورېده . په دغه سندره کې د هېواد د عصری أبادی د تر سره کېدو لپاره د چيني ځوانانو هيله او باور څرګندېږي او نن ورځ هم لا ډېره مشهوره ده.

د ځوانو دوستانو د غونډې په نامه سندره د ګو جيان فن او جانګ می له خوا جوړه شوی چې له څه د پاسه ويشتو کلونو راهيسی زيات شمېر اورېدونکي راجلب کړی دي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه په دغه سندره واورو چې په نوی پيړۍ کې ثبته شوی او د سندرغاړيو جانګ مای او تونګ تيه شين له خوا ويل شوی ده.

( سندره )

ګرانو اورېدونکو ،د دغې خوندورې سندرې په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای