ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقی د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د جوانګ، مياو، ياو، دونګ، جينګ ، ياو لاو، ماو نان ، هوی او شيوی په ګډون د ملی لږکيو وګړي د چين په جنوب لويديځ د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکی سيمې کې ژوند کوي. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د نوموړو ملی لږکيو يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه يوه سندره واورو چې نوم يی دی ښکلی جوانګ قوم .
( سندره ١ )
د جوانګ قوم خلک د سندرو له ويلو سره مينه لري او غرنی سندری ددوی د ژوند يوه برخه ده. په ګوانګ شي کې د بېلا بېلو ټولنو په بېلا بېلو برخو کې ولسی سندری شته، د بېلګې په توګه وګړي د ځوانو هلکانو او نجونو ترمنځ د مينې د څرګندولو، د مېلمستيا او د کرنيزو کارونو په ترڅ کې ولسی سندری وايی.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جوانګ قوم يوه ولسی سندره واورو چې د جشن د لمانځلو په وخت کې ويل کېږي.
( سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو ،د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |