CRI Online

د پسرلی کيسه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو د دېرش کلونو د يادونی لپاره به په ننني پروګرام کې تاسو اورېدونکو ته يوه ځانګړی سندره وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه دغه سندره واورو چې نوم يی دی د پسرلی کيسه.

( سندره )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د يو لي هونګ له خوا ويل شوی يوه سندره واورېده چې نوم يې و د پسرلی کيسه . په دغه سندره کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د عمده طرح کوونکی دنګ شياو پينګ ډېره ستاينه شوې. په ١٩٧٩ کال کې د چين په جنوبي ساحلي شن جن ، جو های ، شيا من او شان تو ښارونو کې ځانګړې اقتصادي سيمې جوړې شوې چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلی کېدو لپاره يې ارزښتناکې تجربې برابرې کړې . ښاغلي دنګ شياو پينګ په ١٩٨٤ او ١٩٩٢ کال کې دوه ځله له نوموړو ځانګړو اقتصادي سيمو څخه ليدنه او يو لړ مهمې ويناوې يې وکړې. په هغه موده کې د پسرلی کيسی په نامه يوه سندره جوړه شوه چې په کې د دنګ شياو پينګ له خوا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری او ددی تګلاری له امله د چين د ستر بدلون ستاينه کېږي.

سندره جوړونکي جيانګ کای ژو او يه شو چيوان په شن جن ښار کې ژوند کوی او په دغه سيمه کې يې له ستر بدلون سره سم نوموړی سندره جوړه کړې. په ١٩٩٧ کال کې دغه سندره د دنګ شياو پينګ په نامه د يو تلويزيونی پروګرام د ځانګړی سندری په

توګه وټاکل شوه چې په هېواد کې دننه او په بهرنيو هېوادونو کې يې زيات شمېر اورېدونکي راجلب کړي دي.

ګرانو اورېدونکو، د دغې خوندورې سندرې په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای