CRI Online

ښه ورځ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ښې ورځ په نامه يوه خوندوره سندره وړاندی کړو.

( سندره )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سندرغاړی سونګ ځو اينګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی وو ښه ورځ.سونګ ځو اينګ په چين کې ډېره مشهوره ده ، هغې په جلا جلا توګه په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کال کې په سيدنی او ويانا کې په بريالۍ توګه خپل ځانګړی کنسرټونه جوړ کړی چې زيات شمېر بهرني اورېدونکي يې ورجلب کړي دي.

له ١٩٧٨ کال څخه تر ١٩٩٦ کال پوری په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری پلی شوی چې د چينايانو لپاره ډېرې ګټورې دی . وګړي ورځ په ورځ شتمنيږي او ښه ژوند لري، نو د ښې ورځ په نامه سندره رامنځته شوی چې د دوی خوښۍ احساسات څرګندوی. دغه سندره په ١٩٩٦ کال کې د سندره جوړونکي چه شينګ او لی شين له خوا جوړه شوه. دوی د تېری پيړې له نهمی لسيزی څخه د سندرو جوړولو په همکاری پيل کړی او زيات شمېر خوندوری سندری يې جوړې کړی چې د ښه ورځ په نامه سندره يې يو ښه استازی دی .

( سندره )

په دغه سندره کې د خلکو نېکمرغه ژوند او ښه راتلونکی څرګندېږی چې د اورېدونکو زياته ستاينه يې تر لاسه کړی او څو ځله يې د هېواد د موسيقی په بېلا بېلو سياليو کې جايزی تر لاسه کړي دي.

ګرانو اورېدونکو، د دغې خوندورې سندرې په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای