CRI Online

د شانګهای او تای پی ښارونو مشهوری سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د شانګهای د ١٠ دوری نړيوال هنري فيستيوال په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېد چې د څه د پاسه ٤٠ هېوادونو اوسيمو هنرمندانو په يوه مياشت کې ٥٢ خوندوری ننداری وړاندی کړی. په نننۍ پروګرام کې به تاسو ته ددغه فيستيوال ځينی ځلانده برخې وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس يوه خوندوره سندره واورېده چې نوم يی و خوږ. د شانګهای او تای پی دواړو ښارونو د مشهورو سندرو په اړه کنسرټ د چين د تايوان تنګی د دواړو غاړو ترمنځ د دوستۍ څرګندولو لپاره جوړ شوی و. د دغه کنسرټ عمومی لارښوونکی شيه شو جينګ وويل د شانګهای کلتور په تايوان کې د زړو کسانو لپاره ډېر په زړه پوری دی. د شانګهای او تای پی د ځوانانو ترمنځ د احساساتو تبادلې ورځ په ورځ پياوړی کېږي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی هميشنۍ موسکا.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای