CRI Online

په تېرو څو کلونو کې د پسرلني جشن د لمانځنې ماښامنی غونډې ځلاندې برخې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د جنوری ٢٦ نېټه د چين يو دوديز جشن يعنی د پسرلني جشن دی . هر کال د پسرلني جشن په موده کې د چين مرکزي تلويزيون نندارچيانو ته يوه ځلانده ماښامنی غونډه وړاندی کوي . د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته په تېرو څو کلونو کې د پسرلني جشن د لمانځنې ماښامي غونډې ځينې ځلاندې برخې وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهورې سندرغاړې پنګ لي يوان له خوا يوه ويل شوی خوندوره سندره واورېده چې نوم يی و خوشاله ژوند.

پسرلني جشن د چينايانو لپاره يو ډېر مهم جشن دی او د دغه جشن د لمانځنې په موخه ماښامنی غونډه د چينايانو يوه ډېره مهمه کلتوري مېلمستيا ده چې په کې زيات شمېر په زړه پورې پروګرامونو ته پکې ځای ورکړل شوی دی .

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ليو هوان له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی دايمی مينه.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای