CRI Online

د تبتی قوم سندرغاړې څای دان ځوه ما له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

 

ګرانو اورېدونکو، د تبتي قوم د دوديزې جنترۍ له مخې د فبرورۍ ٢٥ نېټه د دغه قوم د نوي کال لومړی ورځ ده . د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د تبتي قوم د مشهورې سندرغاړې څای دان ځوه ما له خوا ويل شوی يو څو خوندوری سندری وړاندی کړو.

لومړۍ به موږ په ګډه د څای دان ځوه ما له خوا د تبتي قوم يوه سندره واورو چې نوم يی دی امالای هونګ .

( سندره ١ )

څای دان ځوه ما چې په تبتی ژبه کې د اوږد عمر ښاپيرۍ مانا لری، په ١٩٣٧ کال کې د تبت د شيګېتس په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی ده. تبتی قوم د سندرو او نڅاوو په تکړه قوم دی ، نو څای دان ځوه ما د ماشومتوب په موده کې د تبتي قوم زيات شمېر ولسی سندری ويلی دي. په ١٩٥٦ کال کې څای دان ځوه ما د شيګېتس سيمې د ځوانانو د يوې استازی په توګه د تبت د ځوانانو ټولنې د استازيو په غونډه کې ګډون وکړ او د دغې غونډې په يوه هنري ماښامنی غونډه کې يوه په زړه پورې سندره وويله چې ټول ګډون کوونکي يې راجلب کړ. تر هغه وروسته څای دان ځوه ما د تبت د سندرو او نڅاوو د هنري ډلې له خوا د يوې ځانګړې سندرغاړې په توګه ومنل شوه.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د څای دان ځوه ما له خوا د تبتي قوم يوه بله ويل شوی په زړه پورې سندره واورو.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای