ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړې ته مو زه ليلا هرکلی کوم! په چين کې د هان قوم نه پرته ، ٥٥ ملي لږکي هم شته او د بېلا بېلو قومونو وګړي د چين په لويه کورنۍ کې په متحد ډول ژوند کوي. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته د مياو قوم يو څو خوندوری سندری وړاندی کړو.
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د مياو قوم يوه خوندوره سندره واورېده چې نوم يی و له ګلانو څخه ډک د غونډۍ لمن . په نوموړی سندره کې د مياو قوم د ځوانانو ترمنځ د مينې ژوند څرګندېږي.
د مياو قوم خلک په عمده توګه د چين په جنوب لويديځ ګوی جو ، ګوانګ شي او يون نان ولايتونو کې اوسېږي. مياو قوم لرغونې تاريخ او دوديز کلتور لري ، د دغه قوم خلک د ولسي سندرو د ويلو له لاری ددوی خوندور ژوند او هيلې څرګندوی چې ددوی په ژوند کې ډېر مهم رول لري.
له محتوياتو سره سم د مياو قوم په ولسی سندرو کې د فی ، يو فانګ ، جيو او د هان په نامه سندری شامل کېږي. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه مياو قوم يوه خوندوره ولسی سندره واورو .
( سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |