ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته د دښت په اړه يو څو خوندوری سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه د کورنۍ مغولستان د ځوانانو هنري ډلې له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی ښکلی دښت زما کور. دغه سندره د تېری پيړۍ په اوومه لسيزه کې جوړه شوی چې په کې د پراخ دښت ښکلی منظری او له دښت سره د ځوانانو مينې څرګندېږي.
( سندره ١ )
د کورنی مغولستان د ځوانانو هنري ډله په ١٩٨٧ کال کې جوړه شوی . له شلو کلونو راهيسی يی په بېلا بېلو سياليو کې کورنۍ او بهرنۍ جايزې تر لاسه کړي او زيات شمېر اورېدونکي يی راجلب کړي دي. د دغې هنري ډلې له خوا د مغولي قوم د دوديز موسيقی پر بنسټ د لوېديځو هېوادونو له هنری لارو چارو څخه نوي ډول هنري سبک رامنځته شوی چې له ملي ځانګړتياوو څخه برخمنه ده. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د کورنی مغولستان د ځوانانو هنري ډلې له خوا يوه مشهوره ولسی سندره واورو چې نوم يی دی په خيمه کې خلوت.
(سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |