ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړې ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د پسرلی د رسېدو په وخت کې به مو تاسو ته د ګلانو په اړه يو څو خوندوری ولسی سندری وړاندی کړو. هيله ده چې تاسئ به د دغو سندرو په اورېدو سره د پسرلنی نړموالی احساس کړئ او د ګلانو په ملګرتيا ښه راتلونکی کال ولرئ. د ګلانو په اړه د سندرو د يادونې په وخت کې به د زيات شمېر وګړيو په فکر کې د ياسمين په نامه يوه سندره راځي. اوس به موږ دغه خوندوره سندره واورو.
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د چين يوه مشهوره ولسی سندره واورېده چې نوم يی و د ياسمين ګل. د دغې سندری په اشعارو کې د ځوانو هلکانو او نجونو ترمنځ سپيڅلی مينی او د نېکمرغه ژوند د لټولو په اړه د نجونو هيلی څرګندېږي.
د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د دوی هوا په نامه د سندرو ويلو يو دوديز ډول شته چې سندرغاړي د متقابلو پوښتنو او ځوابونو او د ګلانو د نومونو د اټکلولو له لاری سيالي او کله کله د موسيقی الو ، د ډولونو د غږولو او د نڅاوو په ملګرتيا يی تر سره کوي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د جنوب هو نان ولايت يوه خوندوره ولسی سندره واورو چې نوم يی دی په څلورو فصلونو کې ګلان .
(سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |