CRI Online

د ژوند د رڼا په نامه کنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د ٢٠٠٨ کال د می په ١٢ نېټه د چين د جنوب لويديځ سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې سختې زلزلې وشوی. له تېر کال راهيسې د چين د حکومت په مشرۍ او د بېلا بېلو ټولنو د مرستو له لاری په زلزله ځپلو سيمو کې وګړيو د خپلو کورونو د بيا أبادۍ کارونه تر سره کړي دي. له سختې زلزلې وروسته يو شمېر نړيوالو سازمانونو هم په جلا جلا توګه مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنی ورکړی . په بېجينګ کې د ژوند د رڼا په نامه کنسرټ د ستن وهلو د نړيوالې ټولنې او د چين په اړه د اروپايی صندوق له خوا جوړ شوی دی. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه کنسرټ ځينې ځلاندې برخې وړاندی کړو.

(اواز ١)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د ځوانې سندرغاړې اينګ ځه له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی و زموږ مينه. په دغه سندره کې د مصيبت ځپلو سيمو له وګړيو سره د خلکو مينه څرګندېږي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د سندرغاړی لی شوه له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی د وخت کيسه.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای