CRI Online

سه چوان ولايت لاهم ښکلی دی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د ٢٠٠٨ کال د مې په ١٢ نېټه د چين د جنوب لويديځ سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې سخته زلزله وشوه چې له امله يی لسګونه زره تنه ورک او سلګونه زره تنه نور ټپيان شول. مليونو تنو وګړيو خپل کورونه له لاسه ورکړل چې د دوی ارام ژوند يې په ناڅاپي توګه بدل کړ. له يو کال وروسته په سه چوان ولايت کې ستر بدلون رامنځته شوی چې په هر ځای کې د بيا ابادۍ کارونه تر سره شوي دي چې يو ځل بيايې دې سيمې ته هغه پخوانۍ ښکلا وربښلې ده. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د سه چوان ولايت د بيا ابادۍ په اړه يو شمېر سندری وړاندی کړو، هيله ده چې د خوښۍ وړ مو وګرځي.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د اېس اېچ يي په نامه د چين د تايوان د يوې مشهورې هنري ډلی له خوا ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی و ښکلی نوی نړۍ. له تېر کال راهيسې په مصيبت ځپلو سيمو کې وګړي په خپلو لاسونو نوې ودانۍ، ښوونځي او سړکونه جوړ کړي دي. که څه هم د بيا ابادۍ کارونه سخت دي، خو د خلکو روحيه فعاله ده. په راتلونکې کې به يو ښکلی نوی سيمه رامنځته شي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چيني سندرغاړې چن هونګ او د سينګاپوري سندرغاړی ادو له خوا يوه ويل شوی خوندوره سندره درته واورو چې نوم يی دی نوی کور.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای