ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د مشهور سندرغاړی يان وی ون له خوا ويل شوی ولسی سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه د يان وی ون له خوا يوه ويل شوی ولسی سندره واورو چې نوم يی دی سور ګل.
(سندره ١ )
يان وی ون د چين په شمال شان شي ولايت کې زېږېدلی دی. هغه د چين له ولسي سندرو سره ډېره مينه لري او د يو سندرغاړی په توګه يې د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه د ليدنې له لاری د سندرو ويلو په اړه خپل احساسات پياوړی کړی دی. يان وی ون په وروستيو کلونو کې د ولسي سندرو يو لړ البومونه ثبت کړي دي. هغه د سندرو ويلو په بهير کې خپل ځانګړی سبک رامنځته کړی چې زيات شمېر اورېدونکي يې راجلب کړي دي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د يان وی ون له خوا د ګوی جو ولايت د مياو قوم يوه ويل شوی ولسي سندره واورو چې نوم يی دی د الوتلو سندره. په دغه سندره کې د مياو قوم د وګړيو ژوند او ښکلی طبيعی منظری څرګندېږي.
(سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |