CRI Online

د ددما له خوا ويل شوی مغولي قوم سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! ددما په چين کې د مغولي قوم يوه مشهوره سندرغاړې ده. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د ددما له خوا ويل شوی يو لړ په زړه پورې مغولي قوم سندری وړاندی کړو.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ددما له خوا د مغولي قوم يوه خوندوره سندره واورېده چې نوم يی و دا نا با لا چې په کې د ازادې مينې د لټولو لپاره د ځوانانو هيلې څرګندېږي.

ددما په ١٩٤٧ کال کې د کورني مغولستان د خپلواکی سيمې د مالدارانو په يوه کورنۍ کې زېږېدلی ده. ددی پلار او مور په دغه سيمه کې تر ټولو مشهور سندرغاړې دي. په ١٩٦٤ کال کې ددما د چين د ملي لږکيو د لومړنۍ ډلې زده کوونکې په توګه د چين د موسيقۍ په پوهنځی کې زده کړه وکړه.

په ١٩٧٨ کال کې ددما يوه خوندوره سندره وويله چې نوم يې و ښکلی چمن ، زما کور او وروسته تر هغه يې په چين کې د يوې مشهورې سندرغاړې په توګه د خلکو په زړونو کې خپل نوم خوندي کړ . څلورو کلونو وروسته ددما د چين د ملي سندرو او نڅاوو د مرکزی ډلې يوه ځانګړی سندرغاړی ګرځېدلی ده. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ددما له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی پراخ چمن.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای