CRI Online

د چين د سندرغاړې جاو جينګ له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. جاو جينګ د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ د عمومي سياسي څانګې د سندرو او نڅاوو ډلې يوه ځانګړی سندرغاړی ده. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د جاو جينګ له خوا يو شمېر په زړه پورې سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه ددی له خوا د څلورو فصلونو په اړه يوه ولسی سندره واورو . دغه سندره په چين کې يوه دوديزه سندره ده چې په کې په څلورو فصلونو کې د مينې په اړه د نجونو د احساساتو بدلون څرګندېږي.

( سندره ١ )

مېرمن جاو جينګ د چين په سه چوان ولايت کې زېږېدلی ده او د ماشومتوب په موده کې يې د سندرو ، په تېره بيا د ولسي سندرو له ويلو سره مينه درلوده. په ١٩٩٢ کال کې جاو جينګ د چين د ځوانانو د سندرو ويلو په ٥ دوری سيالۍ کې ګډون درلوده او د سپينو زرو مډال يې تر لاسه کړی دی. تر هغه وروسته جاو جينګ د سندرو ويلو د خپل ځانګړی سبک او د ښکلی بڼې له لاری د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ د عمومي سياسي څانګې د سندرو او نڅاوو د هنري ډلې د يوې ځانګړې سندرغاړې په توګه ګڼل شوی ده.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جاو جينګ له خوا يوه ويل شوی ولسی سندره واورو چې نوم يې دی ګلان نيول. ( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای