CRI Online

د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خواکنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خوا د يو کنسرټ ځينې ځلاندې برخې وړاندې کړو.

ياد شوی کنسرټ د نوی چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې دنمانځنی لپاره د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خوا جوړ شوی و. لومړی به موږ په ګډه د دغه کنسرټ د پرانيستلو سندره واورو . (نغمه ١ )

د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ هنري ډله د هېواد په کچه هنري ډله ده چې په ١٩٥٢ کال کې جوړ شوی ده. له ٥٠ کلونو راهيسې دغه هنري ډلې د ځانګړی هنري سبک له لاری د چيني او بهرنيو نندارچيانو تود هرکلی تر لاسه کړی او په کې زيات شمېر غوره نغمه جوړونکي رامنځته شوی دي.

په دغه کنسرټ کې د يو شمېر غوره موسيقيو له لاری د نوی چين د جوړېدو له ٦٠ کلونو راهيسې د هېواد، پوځ او چينايانو تر لاسه شوی برياليتوبونه ننداری ته وړاندی شوی چې د هېواد، خلکو او پوځ لپاره د هنرمندانو ژوره مينه ترې څرګندېږي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د ولسي ازادی بښونکی پوځ د هنري ډلې له خوا يوه غږول شوی يوه په زړه پورې نغمه واورو . (نغمه ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو نغمو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای