CRI Online

د جو جه جونګ له خوا جوړې شوی مغولی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مغولي قوم د سندرو جوړونکی جو جه جونګ له خوا يو شمېر مغولي سندری وړاندی کړو. جو جه جونګ د کورنی مغولستان په هورچين کې زېږېدلې دی،اوس به موږ په ګډه دده له خوا يوه جوړه شوی په زړه پورې سندره واورو چې نوم يی دی زما وطن هورچين دی.

(سندره ١ )

ښاغلی جو جه جونګ له اوږدې مودې راهيسې د چين د ولسي موسيقی د خپرونې په برخه کې کار کړی او د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې يې د چين د مرکزي ملي پوهنتون د موسيقۍ له څانګې څخه فارغ شوی . تر هغه وروسته د کارونو له امله جو جه جونګ کله کله د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه ولسي سندری او موسيقۍ خوږې نغمې راغونډی کړی دي . بر سيره پر دی جو جه جونګ هم پخپله ولسي سندری جوړی کړی دي چې تر اوسه پورې دده له خوا څه نا څه سل خوندوری سندری جوړ شوی دی.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جو جه جونګ له خوا يوه جوړه شوی خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی د لرغونی لرګي د څرخ موټر.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای