CRI Online

د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره زما د هېواد په نامه کنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د سپټمبر په ١١ نېټه د چين د سمفوني ملي ارکسترا د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د بېجينګ پوهنتون په سالون کې زما د هېواد په نامه يو کنسرټ جوړ کړی وو. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د ياد شوی کنسرټ ځينې ځلاندې او په زړه پورې برخې وړاندی کړو.

(نغمه ١)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس زما د هېواد په نامه د کنسرټ د پرانيستلو نغمه واورېده چې نوم يې و پسرلنی فسټيوال. دغه نغمه په ١٩٥٦ کال کې د چين د مشهور نغمه جوړونکی لی هوان جه له خوا جوړه شوی چې د شمال شان شي ولايت د ولسي نغمو په شان په روښانه توګه د دوديز جشن په وخت کې د چينايانو خوښي ترې څرګندېږي.

د سمفوني ملي ارکسترا په چين کې يوه تر ټولو غوره ارکسترا ده. په ١٩٥٦ کال کې د دغه ارکسترا نوم مرکزي ارکسترا و او په ١٩٩٦ کال کې اوسنی نوم ورته ټاکل شوی دی. دغه ارکسترا د زيات شمېر مشهورو غږول کوو

 

نکو له خوا جوړېږي او د دوی د کوښښونو له امله نسل په نسل دغه ارکسترا لاهم د نغمو غږولو لوړه سويه ساتلی.

 

د روان کال د اکتوبر لومړۍ نېټه د نوي چين د جوړېدو له شپېتمې کاليزې سره برابره ده. د سمفوني ملي ارکسترا د دغې ورځې د رارسېدو په وخت کې د هېواد د جوړېدو د نمانځنې لپاره ياد شوی کنسرټ وړاندی کړ.

(نغمه ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ښځو د سور رنګ پوځ په نامه يوه نغمه واورېده. د نوي چين د جوړېدو د پنځلسمې کاليزې د هرکلی لپاره د ښځو د سور رنګ پوځ په نامه د بالټ نڅا ډرامه جوړه شوی چې په ٤٠ کلونو کې د نندارچيانو مينه او هرکلی يې په ښه توګه تر لاسه کړی دی.

د سمفوني ملي ارکسترا کله کله د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې ننداری ته وړاندی شوی چې زيات شمېر بهرنی نندارچينان يې راجلب کړی دی. په ٢٠٠٦ کال کې دغه ارکسترا په امريکا کې په بريالۍ توګه يو لړ ننداری ښودلی او د دغه هېواد د عمومي خبري رسنيو لوړه ستاينه يې تر لاسه کړی وه.

(نغمه ٣ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سمفوني د ملي ارکسترا له خوا يوه غږول شوی نغمه واورېده چې نوم يې و زما وطن . دغه نغمه د چين د مشهور نغمه جوړونکی ليو جي له خوا جوړه شوی چې په کې د نوي چين د لويو سيندونو او لوړ غرونو ستاينه او له خپل هېواد سره د چينايانو ژوره مينه ترې په ښه توګه څرګندېږي.

ګرانو اورېدونکو ، د دغو خوندورو نغمو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . زه ليلا يم ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای