CRI Online

د لي شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی ولسي سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مشهور سندرغاړی لي شوانګ جيانګ له خوا يو شمېر په زړه پورې سندرې وړاندې کړو.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهور سندرغاړی لي شوانګ جيانګ له خوا يو ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و د دا بان چنګ ښار نجلۍ. دغه سندره د شينجيانګ د اويغوري قوم يوه ډېره مشهوره سندره ده . لي شوان جيانګ په ١٩٣٩ کال کې د چين په شمال هاربين ښار کې زېږېدلی دی. هغه د ماشومتوب په موده کې له موسيقۍ سره ډېره مينه درلوده او د سندرو په ويلو کې ډېره تکړه دی.له منځنۍ ښوونځی څخه تر فارغت وروسته لي شوانګ جيانګ د چين د موسيقۍ په مرکزي پوهنځی کې خپلو زده کړو ته دوام وکړ او د هېواد لومړی کچه سکالرشپ تر لاسه کړی و. هغه په ١٩٦٣ کال کې د چين د شمال لوېديځ د شينجيانګ د پوځي سيمې په هنري ډله کې د يو ځانګړی سندرغاړی په توګه ګڼل کېږي. شينجيانګ د چين په شمال لوېديځ کې پروت دی او هلته وګړي په سندرو او نڅاوو کې ډېره تکړه دي.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د لي شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د قزاقي قوم يوه سندره واورېده چې نوم يې و يو ښکلی ګل.

د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه لي شوانګ جيانګ نه يوازی سندری ويلی ، بلکې په فعاله توګه يې د موسيقۍ په اړه د پوهنې زده کړی او د اړوندې ښوونې پر کارونو هم پيل کړی. تر اوسه پورې لي شوانګ جيانګ د هنر په اړه زيات شمېر اړوند کتابونه ليکلی او دده زياتره زده کوونکي اوس په چين کې ډېر مشهور سندرغاړي ګرځېدلي دي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د لي شوانګ جيانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو .

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای