CRI Online

د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره يو کنسرټ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د يو جوړ شوی کنسرټ ځينې ځلاندې برخې وړاندې کړو.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د رڼا په نامه يوه خوندوره سندره واورېده چې د شپږو تنو سندرغاړيو له خوا ويل شوې. د چين د مغولي او تبتي قومونو او د شمال شان شي ولايت د موسيقۍ سبکونه په دغه سندره کې ښودلي دي.

ياد شوی کنسرټ د رڼا ، د مارش لار، د کورنۍ مينه او د پرمختګ په ګډون د ٤ برخو له خوا جوړ شوې.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره په يو جوړ شوی کنسرټ کې يوه په زړه پورې سندره واورېده چې نوم يې و زيړه خاوره. دغه سندره د چين د مشهورې سندرغاړې ګوان مو څون له خوا ويل شوی ده. (اواز )

زه ډېره خوشاله وم چې د دغې سندری د ويلو دنده پر غاړه واخلم . په دغه سندره کې له زيړې خاورې سره زموږ د هېوادوالو مينه ترې څرګندېږي.

ګرانو اورېدونکو، د ګوان مو څون ، يان وی ون او دای يو چيانګ په ګډون د چين يو

شمېر مشهورو سندرغاړيو په ياد شوي کنسرټ کې د سندرو ويلو له لاری د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو شپېتمې کاليزې نمانځنه وکړه.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د مشهور سندرغاړی دای يو چيانګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی زه په خپل هېواد وياړم.

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای