CRI Online

هوسا تلی تګ د ګاډۍ تر سپرلي ښه دی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-26 21:38:57

وايي چه دوه زره کاله دمخه په لرغوني چين کي د چي نومي په ملک کي يوسړی و چه اين چو نوميده او ځان يي بااستعداده او پوه شخص باله ، ده په کور کي ګوښه او أزاد ژوند ته ترجيح ورکړه او و يي نه غوښت چه حکومتي دنده په غاړه واخلي . يوه ورځ د چي پاچا دی خپل حضور ته راوغوښت او د کتني په وخت کي يي په نيغه او کبرجنه لهجه ور ته حکم ورکړ چه چو راځه . خو اين چو په ځاي دريدی او په لوړ اواز يي ور ته وويل چه اعلحضرته راځه . نو پاچا ډير په قهرشو او په ډډ اواز يي پوښتنه وکړه چه أيا پاچا لوړ او نجيب دی که عالم ؟ اين چو په مسکا ور ته ځواب ورکړ چه التبه عالم جګ او شريف دی . پاچا په قهرجنه لهجه وول چه ښه ، ما ته يو مشخص مثال راوړي . اين چو داسي وويل مثالونه يي ډير دي ، مثلا کله چه پخوا د چينګ نومي ملک زمونږ په هيواد باندي بريد کاوه ، د لو نومي هيواد څخه د چينګ فوځ د تيريدو په وخت کي د چينګ پاچا امر وکړ چه د لو ملک د نامتو عالم ليو سيا جي مقبره ښه وساتي ، که څوک د مقبرې د پنځوسو ګامونو په حدود کي يوه ونه يا يو بوټي ويجاړ کړي ، و به يي وژنم . کله چه د چينګ فوځ د چي ملک ته داخل شو ،د چينګ پاچا بيا وفرمايل چه که څوک د چينګ د پاچا سر پرې کړي ،د لسو زرو کورنيو جاګير او د شلو زرو مثقالو سرو زرو جايزه به ورکړاي شي . جوته ده چه د يوه ژوندي پاچا سر د يوه مړه عالم په مقبره نه ارزي ، نو ستاسي په نظر أيا پاچا شريف دۍ که پوه ؟ په دي وخت کي د چي پاچا په مهرباني سره اين چو ته وويل چه په رښتيا هم تاسي يو عالم او پوه شخص ياست ، غواړم چه د شاګر د په توګه ستاسو څخه زده کړه وکړم او هره ورځ غوښې او ښه ګاډۍ تاسو ته برابرې کړم . اين چو پاچا ته وويل چه نه غواړم چه فاخرانه ژوند وکړم ، زما په نظر د هوسا تلی تګ د ګاډۍ تر سپرلي ښه ده . دغه متل چه د هوسا تلی تګ د ګاډۍ تر سپرلي ښه دی ، په پخوا زمانه کي د پوهانو د بي وزليتوب ښکارندوي و ، خو اوس دغه متل د هوسا تلی تګ د حظ او خوند مفهوم لري او هيڅ منفي عامل نه لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای