CRI Online

له هر راز خودخواهۍ نه ځان خلاصوی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:02

پنځه سوه کاله د ميلادی نه مخکی د جين ملک پاچا له وزير چی هوانګ يانګ څخه تپوس وکړ چې اوس په نان يانګ کې ولسوال نشته، ستا په نظر څوک د دې دندې په غاړه اخيستی شی؟ وزير ځواب ورکړ شيی هو مناسب دی. پاچا چې د ده ځواب واورېد، ډېر حيران شو او بيا يې تری پوښتنه وکړه چې شيې هو ستا دښمن دی، ولی ته هغه سفارش کوی؟ وزير پاچا ته بيا ځواب ورکړ چې تاسی يوازی له ما څخه دا تپوس وکړ چې څوک د نان يانګ د ولسوال دنده په غاړه اخيستی شی او پوښتنه مو و نه کړه چې څوک زما دښمن دی. ور پسی شيی هو د نان يانګ د ولسوال په حيث مقرر شو او د خپل ماموريت په موده کې يې يو لړ غير معقول قوانين او مقررات لغوه، زياتې أبياری پروژې يې بشپړې او شاړې زمکې يې استخراج کړي وی چې د ده په کوښښ او زيار نان يانګ أباد او سمسور شوی او د خلکو ژوند يې هم ښه شوی و، نو د خلکو له خوا وستايل شو. لږه موده وروسته پاچا بيا وزير چی هوانګ يانګ ته وويل چې اوس په پلازمېنه کې يو قاضی په کار دی، څوک دغه څوکۍ نيولی شی؟ وزير سمدستی ځواب ورکړ چې چی وو مناسب دی. پاچا چې د ده خبره وارېدله، په حيرت کې ولويد او بيا يې پوښتنه وکړه چې چی وو ستا زوی نه دی؟ وزير ځواب ورکړ چې چی وو زما زوی دی، خو تاسی يوازی له ما څخه دا تپوس وکړ چې څوک د قاضی د دندې وړ دی.که څه هم چی وو زما زوی دی، خو پوه شوم چې هغه د قاضی دنده ښه تر سره کولی شی، نو هغه سفارش کوم. پاچا د ده سفارش ومانه او د ده زوی يې د قاضی په توګه وټاکه. کله چې چی وو خپلې دندې ته ورسېد. هم د خلکو لپاره يې ډېر ګټور کارونه کړي او د خلکو په منځ کې يې ډېر لوړ حيثيت تر لاسه کړ. د قديمی چين مشهور استاذ کانفوسيوس دغه کيسه واوېدلی، په ستاينې سره يې وويل چی هوانګ يانګ د عقل او استعداد سره سم د نورو سفارش کوی، هغه بالکل د خودخواهی نه ځان خلاص کړی اود بی الايشه صفت خاوند دی. نن ورځ چې خلک چا ته بی الايشه سړی وايی، معنی يې دا ده چې هغه په يوه زړه د نورو لپاره خدمت کوی او هېڅ شخصی فرض نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای