CRI Online

څوک چه په چا ګران وي ، د هغه د بام کارغان دي هم په دي ګران وي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:02

د روايت لمخې دري زره کاله دمخه د چين د شانګ پاچا جو يو ظالم او مستبد سړی و ، په هغه وخت کي د چين په لويديځ کي د ملوک الطوايفو مشر چه جي چانګ نوميده ، د شانګ له پاچا سره د دښمنۍ له امله د هغه لخوا بندي شو او ورپسې د بنديخانې نه بيرته خپل مرکز چي شان ته لاړ . ده قسم وخوړ چه د شانګ ظالمانه تسلط نسکور کړي ، نو لومړي يي جيانګ شانګ د خپل نظامي مشاور پهتوګه مقرر کړ او د عسکرو د تمرين او د جنګ د تياري دپاره يي هڅه وکړه . په عين وخت کي يي څو ګاونډي کوچني ملوک الطوايفونه په ځان پوري وتړل او په نتيجه کي د جي چاينګ قواوې قوي شوې څوچه په شانګ باندي لښکرکشي وکړي ، مګر لږه موده وروسته هغه مړ شو . دده زوي جي فا په شاهي تخت باندي کيناست او د نورو ملوک الطوايفو په همکارۍيي د شانګ په امپراطور باندي په لښکرکشي پيل وکړ. څرنګه چه د شانګ امپراطور د خپلو هيوادوالو ملاتړ له لاسه ورکړ او عتسکر يي هم و نه غوښتل چه دده دپاره خدمت وکړي ، نو په دي وجه د شانګ امپراطور بيچاره ځان وواژه او د شانګ سلسله پاي ته ورسيده . کله چه د شانګ پايتخت ونيول شو او جي فا د جو پاچا شو او د جو نومي سلسله شروع شوه ، هغه په دي انديښنه کي و چه د شانګ څخه راپاتي شوي عالي رتبه حکومتي مامورين به څنګه ترتيب شي ، نو له نظامي مشاور جيانګ شانګ سره مشوره وکړه ، ددې تاريخې پيښې په باب يو کتاب کي يليکل شوي وو چه جيانګ شانګ د پاچا پوښتني ته ځواب ورکړ چه اوريدلی می دی چه که څوک خوښ وي ، بايد دده د بام کارغان هم خوښ وي ، که خوښ يي نه وي ، د هغه د کور ديوالونه دي هم خوښ نه وي . جيانګ شان دا ادعا درلوده چه د شانګ پاتي شوي ټول دښمنان دي ووژني . دغه متل چه وايي که څوک خوښ وي ، د هغه د بام کارغان دي هم خوښ وي ،مانا يي دا ده چه که څوک د چا سره ښه روابط ولري ، نو بايد د هغه سره د مربوطو کسانو او چيزونو سره هم ښه رابطه ولري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای