CRI Online

سپين ږيری أس ورک کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:02

وايی چې يو سپين ږيری د شمال لويديځ چين د لوی ديوال په اوږدو کې اوسيده، يوه ورځ ناڅاپه د ده يو أس وتښتيده او ورک شو، ګاونډيانو د تسلی کولو لپاره د ده کره ورغلل، خو سپين ږيری بی اعتناو او دوی ته يی وويل چې يو أس می ورک شوی دی، ښايی چې بختور کار وی؟ ګاونډيان هېڅ مفهوم نه وو او مجبورا د ده له کوره ووتل. لږه موده وروسته نه يوازی دا چې ورک شوی أس پخپله بېرته راغی، بلکې يو بله أسه يی همه ورسوله. ګاونډيانو ورته مبارکی وويله، مګر هغه داسی وويل ښايی چې دا ښه کار نه وی بلکې بدبخت کار وی. رښتيا وه چې څو ورځې وروسته د ده زوی د سپرلۍ په وخت کې له أس نه ولويد او ورون يی مات شو. نو ګانډيانو بيا د تسليت لپاره د ده کره ورغلل، مرګ سپين ږيری داسی وويل ښايی چې د دې بدبختۍ نه وروسته را ته نيکمرغي راشی. ورپسی جګړه پېښه شوه او زيات شمېر ځوانان په زوره د عسکری خدمت لپاره ونيول شول چې زياتره يی د جنګ په ميدان کې مړه او زيات کورونه تباه شول. خو بختوره خبره دا وه چې د سپين ږيری زوی د أس څخه د سقوط له امله شل شو او له عسکری خدمت څخه بی برخه شو، نو سپين ږيری او د ده زوی روغ رمټ پاتی شول. د دی قصی له امله پخوا که څوک له مصيبت څخه مخامخ شو، هميشه داسی يی وويل چې سپين ږيری أس ورک کړی دی، خو معلومه نه ده چې دا بدبختی ده يا نيکمرغی څو چې له ځانه تسلی کوی. خو په حقيقت کې دغه متل چې سپين ږيری أس ورک کړی دی، دا معنی لری چې په نړۍ کې کارونه متغيير دي، نو بايد د غه متل داسی وپيژندل شی چې بدبخت کار په نيک کار بدل شی، ښه کار هم په بدبخت کار. په بله ژبه بايد د علمی نظريو په واسطه د شيانو د پرمختګ او د تناقض د تبديلولو قانون وپيژندل شی. دغه نظريه بالکل غلطه ده چې د انسان په ژوند کې بدبختی او نيکمرغی قانون نه لری. په چين کې داسی اصطلاح هم شته چې وايی بدبختی د نيکمرغی په څنګ کې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای