CRI Online

ړوند په فيل لاس وهي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

وايي چه پخوا يو پاچا و ، يوه ورځ هغه امر ورکړ چه يو فيل راولي څو چه ړانده د فيل په باب واقعي معلومات لاس ته راوړي ځکه چه دوي د فيل په باب هيڅ معلومات نهدرلودل .کله چه يو فيل شاهي ماڼۍ ته راوستل شو ، نو ړندو کسانو د فيل په لاس وهلو پيل وکړ ،پاچا ددوي څخه په جلا جلا توګه تپوس وکړ چه د لاس وهلو نه وروسته فيل څه رنګه حيوان دی ؟ لومړي ړوند ځواب ورکړ چه اوس د فيل په اصلي بڼه پوه شوم چه فيل د يوې اوږدې ګازرې په شان دي ځکه چه دغه ړوند يوازي د فيل په غاښ لاس وهلي وو . دوهم ړوند په مسکا پاچا ته وويل غلطه ده چه د فيل بڼه د ګازري غوندي نه دی ، بايد وويل شي چه فيل د خاک انداز په شان دی ځکه چه دغه ړوند فقط د فيل غوږ ته لاس وروړي وو . دريم ړوند وروسته تر هغه وخته چه د فيل ورون ته يي لاس وروړي و ، په لوړ ازاز يي وويل چه دوي دواړه غلط دي ،جنجال مه کوه ، ډير سم قضاوت دا دی چه فيل په اصل کي د ستون په شان غټ دی .څلورم ړوند چه لاس يي د فيل په شا تير کړي و ، و يي ويل چه فيل د يوه لوي کټ په شان دی ، پنځم ړوند چه د فيل په خيټه يي لاس وهلی و ، داسي يي وويل چه فيل د يوې لويې کونړۍ غوندي دی . يو بل ړوند داسي وويل چه فيل د غټ طناب په شان دی ځکه چه هغه د فيل لکۍ ته لاس وروړي و ، هر يو ړوند باور درلود چه خپل ځواب سم دی ، نو يو د بل سره يي جنجال او شور جوړ کړ . پاچا او شاوخواوو کسانو بي د تحمل نه ټولو ومسل ،دا يوه دلچسپه بودايي کيسه ده او مونږ ته خبر راکوي چه که څوک د واقعيت د پيژندولو دپاره هراړخيز تحقيقات او څيړنې سر ته و نه رسوي او د عيني واقعيت اصلي بڼه په ښه شان سره و نه پيژني او د پورتنيو ړندو کسانو په شان يوازي د فيل په يوه برخه د لاس وهلو نه وروسته بيا په ذهني او يواړخيز ډول فضاوت وکړ ،نو حتما به غلط قضاوت وکړي ، له دي کيسې څخه خلکو متل جوړ کړ چه وايي ړوند په فيل لاس وهي ، ددي متل معني دا ده چه ځيني کسان په يو اړخيز ډول خپل نظريات څرګندوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای