CRI Online

يو څوک چې په چا ګران وي، نود هغه د بام کار مرغان به هم په دې ګران وي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

د روايت له مخې دری زره کاله دمخه د چين د شانګ پاچا جو يو ظالم او مستبد سړی و. په هغه وخت کې د چين په لويديځ کې د ملوک الطوايفو مشر جی چانګ د شاګ له پاچا سره د دښمنۍ له امله د هغه له خوا بندی شو او ور پسی له بنديخانې څخه بېرته خپل مرکز چې شان ته لاړ. ده قسم وخوړ چې د شانګ ظالمانه تسلط نسکور کړی، نو لومړی يې چيانګ شانګ د خپل پوځی مشاور په توګه مقرر کړ او د عسکرو د تمرين اود جنګ د تياری لپاره يې هڅه وکړه. په همدې وخت کې يې څو ګاندي کوچني ملوک الطوايفونه په ځان پوری وتړل او په نتيجه کې د جی چانګ ځواک قوی شوی څو چې په شانګ باندی لښکر کشی وکړی، مګر لږه موده وروسته هغه مړ شو. د ده زوی جی فا په شاهی تخت باندی کيناست او د نورو ملوک الطوايفو په همکارۍ يې د شانګ په امپراطور باندی په لښکرکشی پيل وکړ. څرنګه چې د شانګ امپراطور د خپلو هېوادوالو ملاتړ له لاسه ورکړ او عسکر يې هم و نه غوښتل چې د ده لپاره خدمت وکړی،نو په دې وجه د شانګ امپراطور بيچاره ځان وواژه او د شانګ سلسله پای ته ورسېده. همداشان د جو سلسله شروع شوه، کله چې د شانګ پلازمېنه ونيول شو او جی فا د جو پاچا شو. هغه په دې انديښنه کې و چې له شانګ څخه راپاتی شوی لوړ پوړي حکومتی چارواکي به څنګه ترتيب شی. نوله پوځی مشاور جيانګ شانګ سره مشوره وکړه. د دې تاريخی پېښې په باب يو کتاب کې ليکل شوي وو چې جيانګ شانګ پاچا ته وويل چې اورېدلي مې دي يو څوک چې په چا ګران وی، نو د هغه د بام مرغه يې هم ور باندی ګران وي. که څوک در خوښ نه وی د هغه د کور ديوالونه به هم خوښ نه وی. جيانګ شانګ دا ادعا درلوده چې د شانګ پاتی شوي ټول دښمنان دې ووژني. دغه متل چې وايی که څوک خوښ وی، د هغه د بام مرغان دې هم خوښ وي، دا معنی لری يو سړ چې له چا سره ښې اړيکې لري، نو له هغه سره د اړوندو کسانو او څيزونو سره به هم ښې اړيکې ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای