CRI Online

په غم او ښادي کې شريک

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

دغه متل چې په غم او ښادي کې شريک، څرګنده معنی لری. وايی چې په لرغونۍ زمانه کې د چی ملک پاچا د دې فرصت په استفادې سره چې د ين په ملک کې ګډوډی او ناأرامتيا رامنځته شوه. يی ته ماتې ورکړه، له جګړې وروسته د ين شهزاده چې جی پين نوميده، په سلطنتی تخت باندی کښيناست او د ويجاړ شوي هېواد په مقابل کې بی چاره و او و نه پوهېده چې څنګه خپل هېواد سمسور کړی او له دښمن څخه انتقام واخلي. يوه ورځ هغه خبر واوريد چې د ګوو وی نومي سړی ډېر هوښيار دی، نو ځان ته يې راغوښت او و يې ويل چې کيدای شی که نه چې زما لپاره يو پوه سړي معرفی کړئ څو چې د هېواد د ابادۍ او له دښمن څخه د انتقام اخيستلو لپاره زما سره مرسته وکړي؟ ګوو وی ور ته وويل چې که تاسی په هېواد کې زيات شمېر بااستعداده کسان راجلب کړي او پخپله له دوی څخه د هېواد د اداره کولو په هکله وړانديزونه واورئ، نو بااستعداده کسان به له نورو هېوادونو څخه راشي او ستاسی لپاره به خدمت وکړي. پاچا بيا پوښتنه ترې وکړه چې لومړي به له چا سره کتنه وکړم؟ ګوو وی ځواب ورکړ مهربانې وکړئ چې لومړی به د مهمې دندې په حيث زما تقرر منظور کړی، وروسته به نور زيات شمېر پوه کسان ژر له ليری ځايونو څخه زمونږ هېواد ته راشي، ځکه چې دوی ګمان کوی چې زما په شان معمولي کسان هم د درندې دندې لپاره وګمارل شول. دوی به حتمأ لوړې پوړی لاس او څوکۍ ته راوړي. د ين پاچا ډېر خوشحاله شو او سمدستی ګوو وی د خپل استاذ په توګه ومانه او د ده لپاره يې يو ښکلی کور جوړ کړ. دغه خبر چې نورو ځايونو ته خپور شو، د ين له ګاونډيو هېوادونو څخه ډېر زيات بااستعداده کسان راغلل او مهمې دندې دوی ته ورکړی شوې. د اته ويشتو کالو لپاره له خلکو سره د غم او ښادي په شريکولو کې دا نتيجه تر لاسه شوه چې د ين هېواد ډېر غښتلی او شتمن شو او پاچا د ټولو هېوادوالو ملاتړ لاس ته راوړ، په دې وخت کې د ين پاچا دا نظر درلود چې د چی له ملک څخه د انتقام اخيستلو فرصت راغلی دی، نو د نورو ګاونډيو هېوادونو سره يې يو ځای په چی باندی بريد وکړ او بری يې وموند او خپل انتقام يې هم واخيست.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای