CRI Online

نه خر نه أس

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

وايي چه د هان په سلسله کي يعني دوه زره کاله دمخه اوسني شينجيانګ د چينايانو لخوا د لويديځې ناحيې په نامه ياديدې او په دي سيمه کي د چيوز په شمول شلګونه کوچني ملکونه پراته وو . هغه وخت د هان امپراطور وو دي د دغو ملکونو او قومونو سره د دوستۍ ڼينګولو دپاره يو استازي چه جانګ چيې نوميده ، وروليږه څو چځه په ګډه د هيون د تيري سره مقابله وکړي .د چيوز پاچا جيانګ بين د هان په مرکز چان ان ښار کي د يو کال دپاره اوسيده او د هان امپراطور ور ته ډيرې تحفې ورکړې ، ورپسې هغه د مبارکۍ او باج ورکولو دپاره څو واره چان ان ته ورغی او د هان سلسلې سره يي ژوره دوستي او نيک احساسات درلودل . په تاريخي کتاب کي ليکل شوي وو چه د چيوز پاچا غوښتل چه د هان غوندي سلطنتي ژوند وکړي . نو بيرته خپل وطن ته د راتګ نه وروسته يي د هان د امپراطوري ماڼيو په تقليد دنګې او عظيمې امپراطوري مانۍ جوړې کړې او په ماڼيو کي ايښودل شوي ډول ډول قيمتي او لوکسي سامان الات او د نوکرانو کالي او زيورات او ورځني نظام هم د هان سره تقليد شو . هره ورځ سهار به پاچا له وزيرانو سره ملاقات کاوه ، زنګ به يي واهه او نور مراسم به پرځاي کيدل . د چيوز ګاونډيو ملکونو د چيوز لخوا د اجرا شوي نظام سره مخالفت وکړ او په مسخره يي وويل چه د چيوز پاچا دغه عمل د غاتري په شان دي چه څيره يي که څه هم د خره او أس په شان ده ، خو په اصل کي نه خر دی او نه أس ، ورپسې خلکو دا متل جوړ کړ چه نه خر او نه أس او په مبهمو څيزونو باندي اطلاق کوي . د پښتو متلونو په شان په چيني متلونو کي د ژويو په تيره بيا د أسونو په باب زيات متلونه ليدل کيږي ، مثلا د تصوير لمخي اصيل أسونه پيدا کيږي چه معني يي دا ده چه د مشخص هدايت سره سم دي د اړتياوړ شيان پېدا کيږي ، هوسۍ ته أس وايي چه مانا يي دا ده تور ته سپيني وايي ، باد ، أس او غوا چه معني يي هيڅ روابط نه لرل دي ، زوړ أس لاره پيژني چه معني يي دا ده چه د مشکلاتو د ليري کولو دپاره تجربه کارو ته ضرورت دی ، ړوند کس ړوند أس چه معني يي دا ده چه طرف نشي تشخصولي ،

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای